په جمهوریت کې د مېرمنو د کردار په اړه د یوې غونډې په موقع د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د خپلو ازادیو دپاره د اودرېدو په سر د افغان او ایرانۍ مېرمنو ستاینه کړې ده.
د نهې، سه شنبې، په ورځ غونډې ته خپل تقریر کې بلېنکن وویل د خطرونو باوجود ایرانۍ مېرمنو د ایراني پولیس په ولکه کې د مهسا امیني د مرګ په سر احتجاجونه وکړل او د ازادۍ او د ژوند غوښتنه يې وکړه.
او په افغانستان کې بېلنکن وویل مېرمنې د غوره مستقبل دپاره جنګېږي د دې باوجود چې طالبان يې د امروزه ژوند نه د حذف کولو کوښښونه کوي.
بلېنکن وویل امریکا د هغو مېرمنو په ملاتړ کوي چې د دنیا په ګوټ ګوټ کې په عام ژوند کې ښځو د ازاد، مکمل او مساوي شرکت دپاره کوښښونه کوي. هغه زیاته کړه چې امریکا د خپلې سفارتکارۍ دلارې په نړیواله کچه د صنفي مساوات د پرمختګ حمایت کوي.
د امریکې خارجه وزیر وویل ښځې نه یوازې د امرانه حکومتونو دلاندې د مشکلاتو سره مخامخ دي بلکې ګڼ شمېر ځایونو کې د تعلیم او د کار زورګار مساوي موقعې نه لري.
بلېنکن وویل ښځینه خبریالانې، وکیلانې، سیاستدانانې او په نورو شعبو کې کارکونکي مېرمنې په انلاین بڼه ویرول کېږي، د تشدد ښکار کېږي، انصاف ته په مساوي کچه لاس رسی نه لري، د تعصب ښکار کېږي، د کار په ځای کې ورسره دوه ګونې سلوک کېږي، تعلیم، د صحت د خسمانې سهولتونو ته رسايي نه لري او د ځان او د کورنیو دپاره جایداد نه شي ساتلی.
مهسا امیني تېر کال د سېپټمبر په میاشت کې د ایراني پولیس په ولکه کې مړه شوي ده. هغه په دې الزام نیول شوي وه چې حجاب يې سم نه و اغوستی. د هغې د مرګ نه پس په ټول ایران کې د حکومت په ضد احتجاجونه راوپارېدل چې پکې یو شمېر کسان وژل شوي او په سلګونو ګرفتار کړی شوي دي. په احتجاجونو کې د ګډون په سر ځینو کسانو ته د مرګ سزاګانې هم اورول شوي دي.
د ایران حکومت په مغربي ملکونو الزام لګولو چې د ایران احتجاجونو ته لمن وهي او د مظاهرو د خاموشه کولو دپاره د خپلو اقداماتو دفاع یې کوله.
په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس طالب چارواکو د ښځو په تعلیم، کار روزګار او حرکت پابندۍ لګولي دي.
نړیوالې ټولنه د ښځو په اړه د طالبانو د تګلارو غندنه کوي. طالبان د خپل دریځ دفاع کوي، وايي ښځو د تعلیم او کار روزګار دپاره به د اسلام او افغان دود دستور سره سم حالات برابروي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د فارسۍ څانګې نه اخیستل شوي دي