لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې خارجه وزیر هندي چارواکو سره د اسرایل او چین په اړه خبرو دپاره نوي دلي ته رسېدلی

امریکايي وزیران به د هند خارجه وزیر سوبرمېنین جی شنکر او د دفاع وزیر راجنات سېنګ سره د دفاع او امنیت په مد کې د همکارۍ په اړه د دواړو ملکونو په کلیزه غونډه کې خبرې کوي
امریکايي وزیران به د هند خارجه وزیر سوبرمېنین جی شنکر او د دفاع وزیر راجنات سېنګ سره د دفاع او امنیت په مد کې د همکارۍ په اړه د دواړو ملکونو په کلیزه غونډه کې خبرې کوي

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن او د دفاع وزیر لواېډ اسټین د جمعې په ورځ په نوي دلي کې وو چې هندي چارواکو سره د چین په اړه خبرې وکړي او د اسرایل او د حماس د جګړې په اړه د واشنګټن دریځ ته حمایت ترلاسه کړي.

امریکايي وزیران به د هند خارجه وزیر سوبرمېنین جی شنکر او د دفاع وزیر راجنات سېنګ سره د دفاع او امنیت په مد کې د همکارۍ په اړه د دواړو ملکونو په کلیزه غونډه کې خبرې کوي.

هند د امریکې، جاپان او د اسټرېلیا ترڅنګ د څلورو ملکونو کواډ نومې تنظیم غړی دی چې د اېشیا بحرالکاهل په سیمه کې د ځان چین د زیاتېدونکي اثر خلاف مزاحمت ګڼي.

واشنګټن امید کوي چې هند سره د دفاع په برخه کې نږدي تعلقات به نوی دلی په ماسکو د اړتیا نه راواړوي. هند د ټولو نه زیاته وسله د روس نه اخلي.

هند ته د امریکايي وزیرانو د سفر نه وړاندې جنوبي اېشیا دپاره د امريکې مشر سفارتکار ډانلډ لو وویل د امریکې اراده دا ده چې هند سره همکاري زیاته کړي چې د هند ضرورتونه پوره کولو او د نړیوالو ثبات دپاره د اعلا مېعار دفاعي الات تیار کړي.

بلېنکن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د جنوبي کوریا نه نوي دلي ته د هغه سفر په ورستي پړاو ورسېدو چې هغه په کې په جاپان کې د جي سېون تنظیم په غونډه کې هم شرکت وکړو. د دې نه علاوه هغه منځني ختیځ ته هم تللی وو چې د غزه د جنګ په اړه هم غږي پېدا کړي.

هند په چټکتیا په اسرایل د حماس د حملې غندنه وکړه. نوی دلی لکه د واشنګټن فلسطینیانو دپاره د جدا ریاست د قیام حمایت کوي.

لوو وویل د هندوستان حکومت په مستقیم ډول د حماس د ترهګرې حملې غندنه وکړه او د امریکې په شمولو نورو ملکونو سره یې په یو اواز بشري امداد دپاره غزه ته د لاس رسي غوښتنه یې وکړه.

د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي وویل هغه د اسرایل سره ولاړ دی او تېره میاشت هندوستان د مصر دلارې په غزه کې فلسطینیانو بشري امداد هم ولېږلو.

په غزه کې شخړه هغه مجوزه تجارتي لارې ته مشکلات راولاړوي چې یورپ، منځنی ختیځ او هند به د یوبل سره نخښلو. د تجارتي لارې تجوزیر د سېپټمبر په میاشت کې په نوي دلي کې د جي ټونیټي تنظیم د سرمشرانو د غونډې په موقع وړاندې کړی شوی و.

لوو وویل امریکايی وزیران په هندي چارواکو سره په اوکراین د روس د یرغل په موضوع هم خبرې کوي.
هند د روس او امریکې سره زیاتېدونکو تعلقاتو کې د توازن ساتلو کوښښ کوي. د وسلې نه علاوه هند روس نه په رعایتي نرخ تېل هم اخلي.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG