لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د  امريکې خارجه وزیر د اسرایلي او فلسطیني مشرانو سره خبرو کې د دوو ریاستونو د قیام ملاتړ تکرار کړو


بلېنکن په رام الله کې د فلسطیني ادارې صدر محمود عباس سره ولیدل
بلېنکن په رام الله کې د فلسطیني ادارې صدر محمود عباس سره ولیدل

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن اسرایلي چارواکو سره د خبرو وروسته د نهې، سه شنبې، په ورځ په وېسټ بېنک کې د فلسطيني ادارې صدر محمود عباس سره وليدل، هغه د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ تازه تاوتریخوالی د ختمولو غوښتنه وکړه او په منځني ځتیځ کې د اسرایل ترڅنګ د فلسطیني ریاست قیام دپاره یې د واشنګټن ملاتړ تکرار کړو.

بلېنکن د اسرایلي او فلسطینیانو ترمنځ د سولې غږ په داسې حال کې وکړو چې تېره هفته یروشلم سره نژدې یو فلسطیني د سېناګاګ نه بهر په ډزو اووه یهودیان ووژل. د دغې پېښې نه یوه ورځ وړاندې اسرایلي ځواکونو د وېست بېنک په جنین ښار کې 10 کسان وژلي وو چې پکې فلسطیني وسله وال او ملکي کسان شامل وو.

بلېنکن په یروشلم کې خبري غونډې ته وویل امن ولس ته د تحفظ ډاډ ورکولی شي.

هغه خبرداری وکړو چې یو فریق دې هم، اسرایل او فلسطینیان، داسې څه ګام وانخلي چې د اسرایل ترڅنګ د خپلواکه فلسطیني ریاست د قیام امکان د خطر سره مخامخ کړي.

هغه وویل د یهودیانو ابادۍ پراخول، غیرقانوني ابادیو ته قانوني شکل ورکول، د کورنو غورځول او خلک د کورونو نه ویستل، د تشدد راپارول او د تشدد مرسته کول په هغو ګامونو کې شامل دي چې د فلسطیني ریاست د قیام امکان د ګواښونو سره مخامخ کوي. هغه وویل اسرایل او هم فلسطینیانو په وروستیو ورځو کې په تشدد کې په زیاتوالي تشویش څرګند کړو.

بلېنکن د ګل، دوشنبې، په ورځ نېټن یاهو سره ولیدل. اسرایلي وزیراعظم سره د ملاقات وروسته، بلېنکن وویل امریکا غواړي چې اسرایل او فلسطینیانو مساوي ازادۍ، امنیت، انصاف او وقار ولري
بلېنکن د ګل، دوشنبې، په ورځ نېټن یاهو سره ولیدل. اسرایلي وزیراعظم سره د ملاقات وروسته، بلېنکن وویل امریکا غواړي چې اسرایل او فلسطینیانو مساوي ازادۍ، امنیت، انصاف او وقار ولري

بلېنکن وویل د هغه د دورې نه پس به هم یو امریکايي چالرواکی په سیمه کې پاتې کېږي چې اسرایل او فلسطینیانو سره خبرو ته دوام ورکړي.

د وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو په مشرۍ کې په اسرایل کې د ښي لاس انتها پسند ګوندونو په اسرایل کې د اتحادي حکومت جوړېدو نه پس اسرایل او وېسټ بېنک ته دا د بلېنکن لومړۍ دوره وه.

بلېنکن وویل د فلسطینیانو د امید "افق" په کمېدو دی خو دا حالت پکار ده چې بدل شي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د محمود عباس سره د ملاقات نه مخکې بلېنکن د اسرایل دفاع وزیر یواو ګېلېنټ سره ولیدل او د هغه سره په وېسټ بېنک کې په صورتحال او اېټمي وسلې په تکل کې د ایران مخه نیولو په اړه خبرې وکړې.

بلېنکن د ګل، دوشنبې، په ورځ نېټن یاهو سره ولیدل. اسرایلي وزیراعظم سره د ملاقات وروسته، بلېنکن وویل امریکا غواړي چې اسرایل او فلسطینیانو مساوي ازادۍ، امنیت، انصاف او وقار ولري.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG