لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کرکټ بورډ د افغان کرکټ ليگ، ای پي ایل جوړولو تیارۍ نيسي


د افغانستان کرکټ بورډ هم د کرکټ ليگ لپاره تیارۍ روانې کړي دي. دافغانستان د کرکټ بورډ د فیس بک پاڼې خبر ورکړی دی چې د بورډ عمومي رئیس عاطف مشعل او اجرایه مشر شفیق الله ستانکزی په دوه ورځني سفر متحده عرب اماراتو ته تللي دي چې د افغانستان پریمیر ليگ لپاره تړونونه وکړي.

پاڼه ليکي مشران به هلته د تطبیقونکې کمپنۍ سره خپل تړون لاسلیک کړي، او د لوبډلو دکره کولو نیټه او ځای به هم جوتوي.

د خبر تر مخه د افغانستان کرکټ بورډ مشران به د افغانستان پریمیرلیگ لپاره د اماراتو له کرکټ بورډ او شارجه لوبغالي له چارواکو سره هم تړونونه لاسلیک کړي.

د افغانستان د کرکټ څارونکي خبریالان وايي دا کو ښښونه په داسې حال کې لیدل کیږي چې کرکټ د افغان ځلمو تر ټولو غوره لوبه جوړه شوی ده. د خبریالانو تر مخه اوس د کرکټ چارواکي کرکټ لوبې ته د ودې ورکولو په خاطر د لیگ تیارۍ نیسي.

که افغانستان کرکټ بورډ په کرکټ لیگ تابیا کولو کې بریالی شو نو دا به وړومبی ځل وي چې افغانستان به د یو کامله نړیوال لیگ کوربه وي. د چارواکو تر مخه په عرب اماراتو کې د لیگ جوړلو مقصد به دا وي چې نړیوال لوبغاړي هم په لیگ کې ولوبېږي.

د کرکټ لیگ لوبې په تیرو څو کلنو کې ډېرې خوښې شوي دي او د هندوستان، اي پي ایل، د پاکستان پي ایس ایل او د بنگله دیش بي ایس ایل دا وخت په سیمیزو هېوادونو کې تر ټولو مشهور لیگونه جوړ شوي دي.

د کرکټ د لوبو د خبریالانو په خیال لرې نه ده چې افغان کرکټ لیگ به هم د کرکټ د تاریخ یو نوی باب جوړ شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG