لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه کې بم چاودنې درې تنه وژلي


د کوټې پوليس وايي، چې چادونه د شورو، چهارشنبې، په ماښام د ښار پر فاطمه جناح سړک وشوه چې پکې درې تنه ووژل شو او څلرويښت نور ژوبل شول
د کوټې پوليس وايي، چې چادونه د شورو، چهارشنبې، په ماښام د ښار پر فاطمه جناح سړک وشوه چې پکې درې تنه ووژل شو او څلرويښت نور ژوبل شول

د بلوچستان په مرکزي کوټه کې چاودنې درې تنه وژلي او څلويشت نور ټپيان شوي دي.

د کوټې پوليس وايي، چې چادونه د شورو، چهارشنبې، په ماښام د ښار پر فاطمه جناح سړک وشوه چې پکې درې تنه ووژل شو او څلرويښت نور ژوبل شول.

د کوټې دسول روغتون وياند وسيم بېګ وي او ای ډيوه ته وويل

په وژل شویو کې د پولیس یو افسر ډي ايس پي اجمل سدوزی هم شامل دی.

د چاودنې يو عيني شاهد فضل الرحمن وايي د چاودنې پر مهال له سيمې تېرېدی، چې يوه زوروره چاودنه وشوه، پر سترګو يې توره تياره شوه، نور يې څه ونه ليدل.

د بلوچستان د پوليس ډي ای جي فدا حسېن شاه رسنيو ته ویلي چې په چاودنه کې له دوو بیا تر دوه نيم کيلوګرامه پوري چاودېدونکي مواد استعمال شوي دي.

وايي چاودنه په داسي وخت کې شوې چې د پوليسو د ګزمې موټر له یادې سيمې د تېرېدو په حال کې وو.

((چاودنه پر دوه ويشت منټه باله اوه بجې شوې، د سټي تاڼې د پوليسو د ګشت موټر په ياده سيمه کې تېرېدی چې چاودنه وشوه. په چاودنه کې تراوسه درې کسان مړه دي چې يو د پوليسو انسپکټر اجمل نويد هم پکي شامل دی. په چاودنه کې اتلس نور زخمي شوي دي))

د بلوچستان اعلی وزير ميرعبدالقدوس بزنجو د چاودنې غندنه کړې او په روغتونو کې يې د ايمرجنسي نافذولو امر کړی دی. نوموړي ويلي چې بريد کوونکو تر شا د خارجي قوتونو لاس دی.

د کوټې د ننۍ پېښې ذمه واري تراوسه کومې وسله واله ډلې نه ده منلې. خو په تېرو وختونو کې د دغه ډول خونړۍ پېښو ذمه واري وسله والو ډلو منلې دي.

په بلوچستان کې سږ کال کې په تېرو دوو مياشتو کې شپږويشت پېښي شوې چې پکې د نهه ويشت امنيتي سرتيرو په ګډون دوه اتیا تنه مړه شوي دي.

په يادو پېښو کې ۔يوسل اته پنځوس تنه ژوبل شوي دي چې په کې يو 31 د پوليس او نور امنيتي سرتېري شامل دي۔


  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG