پاکستان
خيبرپښتونخوا کې د کتابونو د لوستلو شوق په کمېدو دی
د تېرې يوې مودي راسې سرښار پېښور کې د جامو جوړولو او پېزارونو دوکانونو او فوډ سټريټ يا د خوراکونو د کوڅو جوړېدو کې اضافه په نظر راځي ، او نوې پلازې هم جوړيږي نو د بده مرغه کتابخانې په ختمېدو دي . او په دې حقله د ۶۰ؤ کالو زړې کتابخانې يونيورسټي بک ايجنسي مالک فضل الله وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وايې چې د صدر بازار سعيد بک بنک وتړل شو او اسلام اباد ته لاړو . برټش کونسل لائبريري بنده شوې ده او پخوانۍ مکتبه سرحد هم د کتابونو د نه خرڅېدو په وجه خپله مکتبه بده کړه .
نوموړی زياتوي چې رو په رو عامو خلکو کې د کتابونو د لوستلو شوق په کمېدو دی . خو د خيبرپښتونخوا د ارکائيوز او لائبريرو ډائريکټر ظاهرالله خان بيا دې خبرې سره نه دی موافق او وايې ، چې د دويې اداره پېښور کې غټه لائبريري لري . چې يو لک پنځه ويشت زره ۱۲۵۰۰۰ کتابونه پکې دي او د غړو شمېره يې د ۹۰۰۰ نه سېوا ده . او هره ورځ د ۶۰۰ نه زيات کسان دلته مطالعې دپاره راځي . دی وايې چې دغه شان د صوبې نورو ښارگوټو کې د دويې ۱۰ نورې لائبريرۍ هم موجودې دي . خو وايې د کتابخانو بنديدل د شوقيانو کمی نه بلکې د ښار خرابه امنيتي وضعه ده .
ظاهرالله وايې چې دلته د پېسو دپاره تښتول او داسې نورو پېښو د کتابخانو مالکان دې ته اړ کړل چې خپل کاروبار دلته بند کړي .
خو نوموړی هيله من دی او وايې چې که حالات ښه شول نو يو ځل بيا به دويې واپس راشي .
بلخوا د کتابونو د لوستو يو شوقين نثار خان وايې چې انټرنېټ هم د کتابونو اهميت کمولو کې کردار لوبوي . خو زياتوي چې د معياري کتابونو بېعه ډېره وي او موجوده د گرانۍ ماحول کې که يو شوقين کتاب اخيستل هم وغواړي نو بوديجه ورته اجازت نه ورکوي چې گران کتاب ترلاسه کړي .
او د يونيورسټۍ بک ايجنسۍ مالک فضل الله د دې پوښتنې . چې ايا واقعتاً د کتابونو بېعه زياته ده ؟ جواب کې هغه وويل چې نورو هېوادونو کې حکومتونه په کاغذ او نورو مطبوعاتي موادو ټېکسونه نه لگوي خو دلته ښکاري داسې چې حکومت د کتاب او لوستې کلتور ته وده نه ورکول غواړي او دا يې ترجيحاتو کې نه ده شامله . دی وايې چې د انگريزۍ ژبې د خارج نه راغلي کتابونه د ټېکسونو په وجه ډېر گران وي او اکثره خلک دلته دخپل تعليم د کورس کتابونه ترلاسه کوي .
خو وايې د پښتو ادب کتابونو خرڅېدو کې اضافه شوې ده ځکه چې ۸۰م لسيزه کې چې افغانان دلته راغلل نو د پښتو ادب او کتابونو هم وده ومونده .
بلخوا ناقدان وايې چې په ځائې کچ د علم ، سياستونو، نړيوالو اړيکو او فلسفي کوم کتابونه ليکل کيږي هغې کې ژورتيا کمه وي خو دويې وايې که حکومت د کتاب د کلتور د پرمختگ دپاره خصوصي گامونه پورته کړل او مطبوعاتي ادارو ته يې مراعات اعلان کړل نو معياري کتابونه به وليکل شي او کتابخانې به يو ځل بيا ودانې شي .
See all News Updates of the Day
د ایراني صدر د سفر په مهال کراچۍ او لاهور کې عامې رخصتياني اعلان شوي
د ايراني صدر ابراهيم رييسي د سفر په مهال د پاکستان په دوو غټو ښارونو کې نن د نهې- سه شنبې په ورځ عامې رخصتيانې اعلان شوې دي.
د ايران صدر ابراهيم رييسي د 22م نه تر 24م اپرېل پورې د لوړ پوړي پلاوي سره د پاکستان په سفر دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د ایران صدر به د پاکستان په سفر کې لاهور او کراچۍ ته ورځي او د صوبې د مشرانو سره به ويني.
د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه، د پنجاب حکومت په يوه اعلاميه کې اعلان کړی نن د نهې- سه شنبې په ورځ به په لاهور کې عامه رخصتي وي.
له دې وړاندې د کراچۍ کمشنر سيد حسن نقوي هم د ايران د صدر د سفر په مهال په کراچۍ کې په ټولو تعليمي ادارو کې په 23م اپرېل د عامې رخصتۍ اعلان کړی وو.
ويل شوي په کراچۍ کې د یوې اوونۍ دپاره په ډرون الوځولو هم بنديز لګول شوی دی.
دا بنديزونه په داسې وخت کې لګول شوي چې په 19م اپرېل کراچۍ کې د جاپاني وګړو په يو ګاډي ځانمرګی بريد شوی وو.
پوليس چارواکو ویلي وو، په دغه برید کې بهرني وګړي خوندي وتلي، دوه نور کسان پکې وژل شوي او دوه ژوبل شوي وو.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په کراچۍ کې دغه ترهګر بريد غندلی او ويلي يې وو، پاکستان د بهرنيانو وګړو د ساتنې يقيني کولو دپاره ژمن دی.
ویل شوي وو، پاکستان به د خپلو نړيوالو همکارانو سره په ګډه د هر ډول ترهګرۍ د مخنيوي دپاره کار ته دوام ورکوي.
تر دې وړاندې په 26م مارچ د خېبر پښتونخوا بشام سیمه کې د چینایي اينجنیرانو په یوه قافله هم ځانمرګي برید شوی وو، پینځه چینایي انجنیران او د هغوي یو پاکستانی ډرایور پکې وژل شوي وو.
جنوبي وزيرستان: د ماين په چاودنه کې دوه ماشوم وروڼه ژوبل شوي
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعې بر جنوبي وزيرستان کې د ځمکني ماين چاودنه شوې، دوه ماشومان وروڼه يې ژوبل کړي دي.
انتظامیه دا پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي، پېښه د تیارزه تحصیل په کنډې غر سیمه کې شوې ده.
د تیارزه پولیس تاڼې چارواکي وایي چاودنه کې دوه وروڼه موسا خان او یارک خان ژوبل شوي، تنکي ماشومان دي.
د پولیسو په وینا د چاودنې وروسته سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي دي په دې پېښه کې ژوبل ماشومان مولې خان سرای سیمه کې روغتون ته وړل شوي او پولیسو دې پېښې پلتنې پېل کړې دي.
د روغتون چارواکي وايي د يارک د زخمونو حالت معمولي دی او موسا خان یوه پښه پرې شوې او عملیاتو دپاره ډیره اسماعیل خان کې پوځي روغتون ته وړل شوی دی.
د روغتون چارواکو ويلي، هغه ټول عمر د پاره په یوه پښه معزوره شوی دی.
د علاقې نه منتخب د صوبايي پارلیمان غړي محمد اصف خان مسید په دې پېښه اندېښنه کړې او وي او اې ډیوه ته یې ويلي، د متاثره کورنۍ سره د مرستو د پاره یې د صوبې وزیر اعلا علي امین ګنډاپور ته سپارښتنه کړې ده.
د علاقې خلک وايي ځمکني ماین چاودونو یې ژوند ستونزمن کړی او د پاکۍ غوښتنه کوي.
د تیارزه تحصیل چیرمېن شاه فیصل غازي وویل علاقه یې د وړاندې نه ورستې پاتې ده او ځمکني چاودنو خلک ذهني خراب کړي دي او ژوند پکې په ټپه ودرېدلی دی.
هغه وویل دغلته غټ غټ مارکیټونه او بازارونه نشته خلک د خرڅ خوراک د پاره څاروي ساتي خو ماين چاودنو په خلکو کې سخته ويره خوره کړې ده.
په ورستيو کلونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف عملیات کړي او يلي يې دي چې سیمه یې د وسله والو نه خالي کړې ده خو د سیمې اوسيدونکي وايي د علاقې امنیت د تسلۍ وړ نه دی.
د اپریل په 13مه قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د ځمکني ماین چاودنې درې تنکي ماشومان وژلي او یو یې ژوبل کړی وو.
پاکستان او ايران متفق شوي چې دوه اړخيزه تجارت به لس اربه ډالرو ته رسوي
پاکستان او ايران د دوه اړخيزه تجارت حجم لس اربه ډالرو ته سېوا کولو باندې اتفاق کړی دی، د امنيت، ساينس او ټېکنالوجۍ سره یې په نورو برخو کې په مرستو سېوا کولو یادداښتونه هم لاسليک کړي دي.
د ايران صدر ابراهيم رييسي د ګل/ دوشنبې په ورځ په درې ورځني سفر پاکستان ته رسېدلی دی. هغه د پاکستان د صدر اصف علي زرداري، وزيراعظم شهباز شريف او نورو لوړ پوړو مشرانو سره هم ليدلي دي.
د ايران صدر په داسې وخت کې د پاکستان سفر کړی چې په اسرايل د ايران نېغ په نېغه حملې وروسته په منځني ختيځ کې حالات کړکېچن دي، هم د روان کال په جنورۍ کې پاکستان او ايران د يو بل په خاوره حملې کړې وې، د دواړو ملکونو اړيکې ترينګلې شوې او بیا یې زر د اړيکو په ځای کولو ویلي وو.
پاکستان وايي، د ايران د صدر د پاکستان سفر د وړاندې نه ټاکل شوی د مينځني ختيځ د حالاتو سره یې هیڅ تعلق نشته.
د يران د صدر سره د ليدو او په څو يادداښتونو د لاسليک وروسته مطبوعاتو سره په خبرو کې د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف ویلي، د اقتصادي پرمختيا او اړيکو په اړه پرېکړې کړي او هغه به ښکاره شي.
د ایران صدر ويلي، په ليدنه کې یې په سياسي، اقتصادي او تجارتي اړيکو کې د ممکنه حده پورې سېوا کولو باندې اتفاق کړی دی.
هغه ویلي، پاکستان او ايران د ترهګرۍ پرضد جنګيږي، د دواړو ترمنځ مرستو اړينه ده.
هغه زياته کړې، د پاکستان او ايران ترمنځ د تجارتي او اقتصادي مرستو حجم ډېر کم دی، پرېکړه یې کړې په لومړي پړاو کې به دا حجم لس اربه ډالرو ته سېوا کولی شي.
د پاکستان د وزیراعظم دفتر د ليدنې په اړه ویلي، دواړو مشرانو په ليدنه کې دوه اړيکو ته د ودې ورکولو ترڅنګ په مختلفو برخو کې په مرستو سېوا کولو او ترهګرۍ په مخنيوي بحث کړی دی.
ويل شوي، د ايران صدر به په سفر کې د کراچۍ او لاهور سفر هم وکړي.
د پوهانو په خبره ښيي، د ايران د صدر په سفر کې به نوموړی د پاکستان سره د ايران – پاکستان ګېس پايپ لاين په منصوبه هم خبرې وکړي.
د ايران – پاکستان ګېس پايپ لاين منصوبه د لسو کلونو راهسې د ځنډ ښکار ده، امریکې پاکستان ته په ډاګه ویلي، دغه منصوبه مخ په وړاندې نه بوځي کنه د بنديزونو سره مخ کېدی شي.
یونېسف: موسمي بدلون پاکستان کې ماشومانو ته سخته خطره جوړه کړې، باید ورته فوري توجه وشي
د ملګرو ملتونو متعلقه د ماشومانو دتحفظ اداره (یونېسف) وایي چې موسمي بدلون په پاکستان کې ماشومانو باندې ناوړه اثرات غورځولي دي او په کار ده چې د دوی تحفظ دپاره دې فوري ګامونه واخېستلی شي.
په پاکستان کې د یونېسف ادارې استازي عبدالله فاضل چې د ځمکې د نړېوالې ورځې په مناسبت یې بیان ورکړی، ویلي دي چې په پاکستان کې اوس اوس چې غیرموسمي کوم اورښتونه کیږي، یو ځل بیا یې د ماشومانو ژوند د سختې خطرې سره مخ کړی دی.
فاضل پخپل بیان کې ویلي دي: "دا په ۲۰۲۲ کال کې د تباه کنه المیې یاد راتازه کوي، کوم کې چې پنځه سوه ماشومان هغه مهال مړه شوه چې د سند صوبې په جنوبي علاقو کې د لسو کالو په اندازه بارانونه یو دم واورېدل."
هغه زیاته کړې چې د پراخو مرستو باوجود هم د ۲۰۲۳ کال تر ډسمبر میاشتې پورې په سیلاب ځپلو سیمو کې نهه اعشاریه شپږ (۹.۶) میلینه ماشومانو بشري امداد ته ضرورت درلودلو.
د پاکستان د موسمیاتو د ادارې ترمخه په پاکستان کې په روانې اپریل میاشت کې د بارانونو زیاتوالی د موسمي بدلون لامل دی.
خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې زیات بارانونه شوي. په خیبر پښتونخوا کې په بارانونو کې ۹۰٪ زیاتوالی لیدلی شوې. چې د اپریل په میاشت کې په تیرو ۳۰ کلو کې تر ټولو زیات بارانونه دې.
تر دې وړاندې په ۲۰۲۲ م کال کې کیدونکو د بارانونو له امله د پاکستان دریمه برخه سیلاب کې ډوبه شوې وه، چې ۱۷۳۹کسان یې مړه کړي او هیواد ته یی د ۳۰ بیلینو ډالرو زیان اړولی وو، چې پاکستان یې لا هم د بیارغونې هڅې کوي.
ماشومانو ته خطره
د یونېسف د استازي وینا ده چې پاکستان کې د سختې ګرمې له امله د ماشومانو بدن ته د حرارت له امله خطرې مخې ته راغلي او همدا راز د موسمي بدلون له کبله چې هوا خېچنه کیږي، نو د لویانو په نسبت، په ماشومانو باندې یې اثرات زیات دي. فاضل ویلي چې "د پنځو کلونو نه د ښکته عمر پاکستاني ماشومانو کې خواوشا دوولس فیصدي مرګونه د هوا د خېچنوالي له امله دي."
د یونېسف استازي د پاکستان د غټ سېند انډوس/اباسین په صورتحال هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي: "طاقتوره دریای سېند د پاکستان خلکو او ماشومانو ته حیاتي ارزښت لري، مګر اوس د موسمي بدلون، غفلت، غلط استعمال، خېچنوالي، زیاده استحصال او په کې د زهرجنو خځلو د اچولو له کبله په خطره کې دی."
د ملګرو ملتونو ادارې، یونېسف ټینګار کړی چې په کار ده پاکستان کې د موسمي بدلون د اثراتو مقابله او د ماشومانو تحفظ کې کوششونه سېوا کړی شي. د دې دپاره، د یونېسف استازي طریقه کار هم تجویز کړی او هغه دا چې، "مونږ باید د کوېلې او فوسیل فیولز پیداوار نقصان رسوونکي لوګي (ګرین هاوس ګېس) راکم کړو چې ورسره د ځمکې تحفظ وشي." هغه دا منلې چې اکثره دغه قسم ګېسونه، د مالدارو ملکونو پیداوار دی، مګر زیاته کړې یې ده چې په دې برخه کې باید ټول ملکونه په اتفاق کار وکړي.
د یونېسف استازي همدا راز وړاندیز کړی چې د موسمي بدلون او په ښځو او ماشومانو باندې یې د ناوړه اغېزو د مقابلې دپاره په کار ده پالیسۍ او قوانین جوړ کړی شي. هغه دا هم ویلي چې په کار ده د ماشومانو د غذائیت د معالجې، هغو ته د نویو سکولونو، صحت مرکزونو او بیت الخلآوو د جوړولو دپاره سرمایه کارۍ وشي.
د پاکستان پوځ وايي په ډېره اسماعیل خان او شمالي وزیرستان کې يې ۱۱ وسله وال وژلي
د پاکستان پوځ ویلي د خېبرپښتونخوا ډېره اسماعیل خان او شمالي وزیرستان ضلعو کې يې د عملیاتو په مهال ۱۱ وسله وال وژلي دي.
د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل په ډېره اسماعیل خان کې يې د وسله والو خلاف د استخباراتي معلوماتو په بنیاد عملیات کول چې وسله والو سره سخته جګړه شروع شوه.
پوځ وویل د ډزو په تبادله کې ۱۰ وسله وال ووژل شوو.
پوځ وویل په شمالي وزیرستان ضلع کې وسله والو سره جګړه کې یو وسله وال ووژل شو.
د پوځ د مطبوعاتو څانګې دا نه دي ویلي چې ایا په د ډېره اسماعیل خان او د شمالي وزیرستان په جګړو کې امنیتي ځواکونو ته هم څه زیان رسېدلی او که نا؟
د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې د وسله والو د وژلو خبر په داسې حال کې ورکړی چې په نږدې وختونو کې د خېبرپښتونخوا په جنوبي سیمو کې د تشدد یو شمېر پېښې شوې چې ځینې په کې تحریک طالبان پاکستان منلې هم دي.
د پاکستان پوځ وخت په وخت په سیمه کې د وسله والو خلاف د عملیاتو خبرونه هم ورکوي.
پوځ د ګل، دوشنبې، په ورځ په خپل بیان کې وویل وژل شوي وسله وال په سیمه کې د تشدد په پېښو کې ککړ وو او د عملیاتو په مهال امنیتي ځواکونو وسله او ګوله بارود ترلاسه کړي دي.
Forum