لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برطانيي د شهزاده مېرمن په شاهي کورنۍ د نسلي تعصب الزام پورې کړی


 شهزاده هېرې او مېګن مرکېل د اتوار، یکشبنې، په ورځ‌ د امریکې په سي بي اېس ټیلي وېژن خپرې شوي مرکې کې د وتلې هنرمندې اوفرا وېنفري سره د خپل ژوند او شاهي کورنۍ په حقله په تفصیل سره خبرې کړي
 شهزاده هېرې او مېګن مرکېل د اتوار، یکشبنې، په ورځ‌ د امریکې په سي بي اېس ټیلي وېژن خپرې شوي مرکې کې د وتلې هنرمندې اوفرا وېنفري سره د خپل ژوند او شاهي کورنۍ په حقله په تفصیل سره خبرې کړي

د برطانیي شهزاده هېري میرمن مېګن مرکېل ویلي د شاهي سخرګنۍ نسلې تفریق د ځان وژلو په سوچ مجبوره کړې وه.

شهزاده هېرې او مېګن مرکېل د اتوار، یکشبنې، په ورځ‌ د امریکې په سي بي اېس ټیلي وېژن خپرې شوي مرکې کې د وتلې هنرمندې اوفرا وېنفري سره د خپل ژوند او شاهي کورنۍ په حقله په تفصیل سره خبرې کړي.

مېګن مرکېل د برطانیې په شاهي کورنۍ باندې تور لګولی چې شاهي کورنۍ د هغې د کېدونکي زوي د رنګ په اړه فکرمنده او هغه وخت د ځان وژلو په سوچونو مجبوره شوه کله چې ورته په شاهي کورنۍ کې د صیحي مرستو درخواست کولو جواب ورنکړی شو.

د 39-کلنې امریکایي، مېګن مرکېل مور تور پوستې او پلار سپین دی. هغې په 2018 کال کې د برطانیې شهزاده هېري سره واده کړی دی. نوموړې په خپله مرکه په اول ځل وویل د هغې یو کلن زوی آرچي ته په دې وجه باندې د شهزاده خطاب ورکولو نه انکار شوی چې په شاهي کورنۍ کې دا فکرمندي وه چې د زېږدنې وروستو به د هغه د بدن رنګ څنګه وي.

مېګن ویلي شهزاده هېري ورته دا خبره کړې وه چې د شاهي کورنۍ سره یې د خپل زوي د رنګ په سر بحث شوی.

مېګن د دې ویلو نه انکار کړی چې په شاهي کورنۍ کې چا دغه فکرمندۍ لرلې او نه هېري د چا نوم اخېستی خو شهزاده هېري ویلي چې خپلې کورنۍ ورسره مالي مرستې ودرولي او دا چې خپل پلار شهزاده چارلس هغه ښکته کړی او په یو وخت کې یې ورسره په ټیلي فون د خبرو نه انکار کړی وو.

د برطانیې شاهي کورنۍ د شهزاده هېري او مېرمن مرکیل د مرکې په حقله په فوري توګه رد عمل نه دی ښکاره کړی.

د شهزاد هېرې او مېګن سره شوې مرکه برطانیه کې د ګل په سحر خپره شوې ده.

د امریکې وتلې هنرمندې اوفرا وېنفري سره د شهزاده هېري او مېګن خبرې اترې، د هېري مور, شهزادګۍ ډیانهپه 1995 کال کې د شهزاده چارلس سره د ناکامه واده تفصیل ښکاره کولو وروستو ترټولو لویه مرکه ګڼلی کیږي چې د برطانیې اولس په نظر کې یې د شاهي کورنۍ په شهرت داغ لګولی وو.

د برطانیې په وېنډسر محل کې د واده خواوشا درې کاله وروستو، مېګن د شاهي کورنۍ ځنې نامعلومه کسان ډېر ظالمان، دروغژن او د نسلي فرق وېنا کوونکي بللي.

نوموړې د خپل خاوند د ورور شهزاده وېلیم مېرمن، کېټ مېډلټن باندې هم تور لګولی چې د خپل واده وړاندې یې هغه ژړولې وه.

مېګن او شهزاده هېري د برطانیې په شهزادګۍ اېلزبت باندې نېغ په نېغه نیوکې نه دي کړي خو مېګن ویلي د شهزادګۍ اېلزبت په مشرۍ کې جوړې ادارې هغه غلې یا خاموشه کړې او دا چې د نسلي فرق په وېنا باندې د ذهنې دباو سره مخ کېدو په وخت د هغې د مرستو په درخوستونو باندې چا هم غوږ نه وو ګرولی.

شهزاده هېري او مېګن د تېرکال جنورۍ په میاشت کې د شاهي کورنۍ د منصبونو نه ځان جدا کولو اعلان کړی وو چې له کبله یې شاهي کورنۍ د یو کورني جنجال سره مخ شوې وه. تېره میاشت د برطانیې شاهي محل ددې خبرې پخلی کړی وو چې د هېري او مېګن د شاهي عهدو پرېښودل په مستقل بنیادونو باندې دي. دواړه ښځه او خاوند دا وخت په امریکا کې د شاهي کورنۍ د روایاتو نه ازاد ژوند تېروي.

د مرکې په وخت 36-کلن هېري د تاریخ بیا تازه کېدو په حقله فکرمندي څرګنده کړې. د نوموړي مور شهزادګۍ ډیانه په کال 1997 کې د موټر په یو پېښه کې وژلی شوې وه. د شهزاده هېرې نه چې کله پوښتنه وشوه چې مور به یې د اوسني‌حالاتو په اړه څه فکر کوي، نو نوموړي وویل، هغه فکر کوي چې مور به یې ډېره غصه وی چې دا هر څه ولې داسې وشول او دا چې هغه به ډېره خفه وی.

XS
SM
MD
LG