لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برطانوي عدالت امر کړی چې د وکي لیکس مشر جولین اسانج دې امریکې ته و سپارل شي


امریکايي مامورین وايي د خفضه معلوماتو د افشا کولو دلارې اسانج د ګڼ شمېر خلکو ژوندونه د خطر سره مخامخ کړي دي خو د هغه پلویان وایي هغه په افغانستان او عراق کې د پوځ غلط کارونه ښکاره کړي دي
امریکايي مامورین وايي د خفضه معلوماتو د افشا کولو دلارې اسانج د ګڼ شمېر خلکو ژوندونه د خطر سره مخامخ کړي دي خو د هغه پلویان وایي هغه په افغانستان او عراق کې د پوځ غلط کارونه ښکاره کړي دي

د برطانيي یو عدالت د شورو، چهارشنبې، په ورځ امر وکړو چې د خفیه معلوماتو افشا کونکي وېب پاڼې وکي لیکس باني جولین اسانج دې امریکې ته وسپارل شي. امریکې په اسانج د جاسوسۍ الزامات لګولي دي.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه د عدالت فېصله به د برطانيي داخله وزارت ته لېږل کېږي او اسانج د فېصلې په ضد د اپیل لارې چارې هم لري.

اسانج د تېرو څو کلونو راهسې امریکې ته د سپارل کېدو خلاف په عدالتي هلو ځلو کې بوخت دی. تېره میاشت د برطانيي سپریم کورټ د یو زېلي عدالت د فېصلې په ضد د اسانج اپیل رد کړوږ دغه عدالت د هغه امریکې ته د سپارل کېدو امر کړی و.

اسانج دا وخت د برطانيي په یو زندان کې دی او د شورو، چهارشنبې، په ورځ د عدالت فېصله یې د وډیو لنک دلارې واورېدله.

د زندان نه بهر د هغه پلویانو مظاهره او د اسانج د ازادۍ غوښتنه یې وکړه.

د ای پي د رپورټ ترمخه د برطانيي داخله وزیره پرتې پاټېل به امریکې ته په عملي توګه د اسانج د سپارل کېدو حتمي فېصله کوي.

قریباً لس کاله وړاندې اسانج په وکي لیکس وېب پاڼه په لویه کچه د امریکې خفیه یا کلاسېفایډ دستاوېز ات افشا کړي و. هغه د تېرو څو کلونو راهسې کوښښونه کوي چې امریکې ته و نه سپارل شي.

واشنګټن غواړي چې برطانوي حکومت اسانج امریکې ته وسپاري او د جاسوسۍ او د کمپیوټر د غلط استعمال په سر په امریکا کې د 17 مقدمو سره مخامخ شي.

د امریکې حکومتي وکیلان وايي اسانج په غیر قانوني توګه د امریکايي پوځ استخباراتي تجزیه کار چېلسي مېنېنګ سره د خفیه معلوماتو په غلا کولو کې مرسته کړې. دغه معلومات په وکي لیکس شایع شوي وو چې امریکايي مامورین وايي د دغو معلوماتو په افشا کېدو د ګڼ شمېر خلکو ژوندونه د خطر سره مخامخ شوي وو.

ای پي وايي د 50 کلن اسانج وکیلان او د هغه پلویان دا دلیل وړاندې کوي چې اسانج د یو خبریال په څېر دنده ترسره کوله او هغه د امریکې د ايين د لومړۍ مادې د لاندې د رای د اظهار ازادۍ حق لري او دا چې هغه په افغانستان او عراق کې د پوځ غلط کارونه څرګند کړي دي. د اسانج پلویان دا هم وايي چې د هغه خلاف مقدمه په سیاسي بنیاد جوړه کړی شوي ده.

یادونه: دا خبر د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوی دی


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG