لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

برتانیه: روسيه د اوکرايين په سیویرودونیتسک ښار درانه توغندي وروي


د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي تېره شپه په تازه ویډیويي وینا کې وویل چې د لوهانسک په ختیځه سیمه کې پوځي وضعیت تر ټولو ډیر سخت دی، یرغل کوونکي هم دونیڅک باندې فشار زیاتول غواړي

د برتانیې د دفاع وزارت د چهارشنبې یا شورو په ورځ وویل چې روسیې د سیویرودونیتسک سیمې د محاصره کولو لپاره خپلو درنو توغندیو ورولو ته دوام ورکړی.

د دفاع وزارت په یوه بیان کې دا هم ویلي چې ډیر احتمال لري روسیه ډنباس ته ډیر شمېر پوځي قطعې ولیږي.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي تېره شپه په تازه ویډیويي وینا کې وویل چې د لوهانسک په ختیځه سیمه کې پوځي وضعیت تر ټولو ډیر سخت دی، یرغل کوونکي هم دونیڅک باندې فشار زیاتول غواړي.

ښاغلي زیلینسکي وویل چې روسیې له مهمو سیمو څخه د اوکرایني ځواکونو د ویستلو هڅې ګړندۍ کړي دي.

د اوکرایین د ختیځ لوهانسک سیمې والي یا ګورنر سرهي هایدي اسوشیټیډ پریس ته په لیکلي تبصرو یا کمنټونو کې وویل: " دا ځای په دوزخ بدل شوی دی. هر څه په اور کې سوځي. حتی د یو ساعت لپاره هم ډزې نه دریږي. "

هایدي وویل، ټول هغه څه چې سوځېدلی شي پرې اور لګېدلی. هغه د سیویرودونیتسک په ازوت کیمیاوي فابریکې یا فېکټري کې د سختې جګړې راپور ورکوي، چیرې چې راپورونه وايي اوکرایني پوځیانو او شاوخوا 500 ملکي وګړو پناه اخیستې.

روسي ځواکونه د لوهانسک سیمې شاوخوا 95٪ کنټرولوي. د اسوشېټیډ پریس راپور ورکړی چې اوکرایني ځواکونه په سیویرودونیتسک کې یوازې د ازوت کیمیاوي فابریکې کنټرول لري.

هایدي دا هم وویل چې روسي ځواکونو د سیویرودونیتسک د سیند په اوږدو کې یو صنعتي ښار لیسیچانسک په یو ویجاړ شوي ښار بدل کړی.

زیلینسکي منلي چې د هېواد د ختیځې سیمې د دفاع په برخه کې ستونزې شته خو وايي چې روسي ځواکونه به د اوکراین له مقاومت سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG