د اوکرين د دفاع وزير د شورو/چهارشنبې په ورځ تيارۍ نيولي چې د امريکا په مشرۍ جوړ شوي د اوکرين د دفاع رابطه ګروپ ته د خپلو دفاعي اړتياو په حقله تفصيل وړاندې کړي.
د نيټو هېوادونو د دفاع وزيران هم په برسلز کې غونډه کوي چې د اوکرين سره د مرستو جاج واخلي څنګه اوکرين وتوانوي د روس د يرغل مقابله وکړي.
د نيټو سيکرټري جنرل جېنز سټولټنبرګ تېره ورځ خبريالانو ته ويلي خبرې اترې به اوکرين ته موقع برابره کړي چې د خپل ضرورت تفصيل وړاندې کړي او بيا به وکتل شي د نيټو کوم کوم غړي هېوادونه ورته څه څه ورکولی شي.
سټولټنبرګ وويل “دا غونډه زمونږ د امنيت په ډېر مهم وخت کې راجوړه شوې او ښايي د روس د فبرورۍ د يرغل نه راپه دې خوا په تېرو څو اوونيو کې په جګړه کې ډېره تيزي راغلې”.
هغه وويل د نيټو اتحاديانو پيغام ورکړی چې تر څو يې حاجت وي د اوکرين مرستې ته تيار دي.
د اوو ملکونو د اتحاد جي سيون مشرانو تېره ورځ د ويډيو کانفرنس د لارې د اوکرين د صدر ولاډيمير زېلنسکي سره ژمنې وکړي چې تر څو اوکرين ته ضرورت وي دوی ورسره کلک ولاړ دي.
د جي سيون مشرانو په يو بيان کې ويلي دوی زېلنسکي ته ډاډ ورکړی چې په خپلو ژمنو ټينګ ولاړ دي او اوکرين د خاورې د تماميت او ازادۍ د پاره د اوکرين سره هرې مرستې کولو ته حاضر دي.
دوی وويل د ماسکو لخوا د اوکرين په بې ګناه خلکو ظالمانه حملې جنګي جرم دی.
د پوټين د دې دړکې په ځواب کې چې روس به ايټمي وسلې وکاروي د جي سيون مشرانو خبرداری ورکړی دا به ډېرې بدې اغېزې ولري که چرې ماسکو داسې وکړل خو په اوکرين کې يې د نېغ په نېغه د جنګېدو خبره نه ده کړې.
امريکايي چارواکو ويلي دوی داسې هيڅ نه دي محسوس کړي چې پوټين د ايټمي وسلو د استعمال فيصله کړې ده او نه د امريکا د ايټمي وسلو په اړه کومه فيصله بدله شوې.
د امريکا د ملکي امنيت د کونسل کوارډينيټر جان کيربي ويلي چې امريکا په اوکرين کې د ټيکټيکل ايټمي وسلو د ځای په ځای کولو هيڅ نيت نه لري کومې چې د سټرټيجېک ايټمي وسلو په نسبت کم نقصان اړوي.
هغه وويل “زمونږ او زمونږ د اتحاديانو او ملګرو په دې حقله دلچسپي د نيشت برابر ده چې جګړه تېزه کړو او د لوی تباهۍ وسلې وکاروو”.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالانو بېټسي کستواره، کرېس هانس، مېګن ډوز او کېن فاربا د رپورټونو نه اخیستل شوي دي