لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني وايي په لمړۍ اوونۍ کې به امريکې سره امنيتي تړون لاس ليک کړي


د امريکي سره امنيتي تړون د افغانستان په گټه کې دی ، او د سيمي او هيواد د امن دپاره ضروري دی .
د امريکي سره امنيتي تړون د افغانستان په گټه کې دی ، او د سيمي او هيواد د امن دپاره ضروري دی .

د افغانستان د صدارتي ټاکنو کانديد اشرف غني احمدزی وايي که په ټاکنو کې بريالی شو ، نو د صدارت په لمړۍ اوونۍ کې به د امريکې سره امنيتي تړون لاس ليک کړي .
ټاکل شوې افغانستان کې د صدارتي ټاکنو دوهم پړاؤ د جون په ۱۴م کيږي ، او اشرف غني احمد زی او عبدالله عبدالله په ميدان کې دي .

د جمعې په ورځ اشرف غني د انټرنيټ د لارې امريکا کې د اټلانټک کونسل پوهانو ته د سکائپ د لارې خپله وينا کې په دې خبره زور راوړی چې د امريکي سره امنيتي تړون د افغانستان په گټه کې دی ، او د سيمي او هيواد د امن دپاره ضروري دی .
نوموړي د امريکايي صدر باراک اوبامه د دغې اعلان هرکلی کړی ، چې د کال ۲۰۱۴م وروستو به په افغانستان کې نزدې ۱۰۰۰۰ پوځي عسکر پاتې کړي ، او د کال ۲۰۱۶م پورې به د هيواد څخه په مکمله توگه بهرني ځواکونه وويستی شي .
د افغانستان موجوده صدر حامد کرزي د امريکې سره د امنيتي تړون لاس ليک کولو څخه انکار کوي ، او وايي نوی راتلونکې صدر به امريکې سره دغه معاهده لاس ليک کړي .
د امريکې صدر باراک اوباما درې ورځې وړاندې خپله يو وينا کې وئيلي ، د کال ۲۰۱۴م وروستو به افغانستان کې ۹۸۰۰ عسکر پاتې کړي او د ۲۰۱۶م پورې به ټول ځواکونه د هيواد څخه اووځي .
افغانستان کې د صدارتي ټاکنو د دوهم پړاؤ دپاره دواړو کانديدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله خپلې خپلې ټاکنيزې کمپائنې پيل کړي ، او د هيواد د مختلفو سيمو دورې يې شورو کړي او اولس ته خپل پروگرامونونه وړاندې کوي .
بل خوا ته د افغاستان صدر حامد کرزي د جمعې په ورځ خپله ريډيوي وينا کې په اولس غږ کړی ، چې د صدارتي ټاکنو په دوهم پړاؤ کې په خلاص مټ برخه واخلي ، او د هيواد د روښانه مستقبل دپار د خپلې خوښې کانديد ته رائي ورکړي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG