د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو د ګل، دوشنبې په ورځ د خپلې مشرۍ یا قیادت په اړه د ناخوښۍ په زیاتېدو وروسته د استعفا ورکولو اعلان کړی.
د کېنېډا د خزانې وزیر د ناڅاپي استعفې وروسته د جسټن ټروډو د استعفې اعلان د هغه په حکومت کې د مخ په زیاتېدونکي داخلي ناکرارۍ نخښې په توګه لیدل کېږي.
د خپل استعفې د اعلان په وخت ټروډو وویل چې اوسني وضعیت په هغه دا واضحه کړې چې هغه "د خپلمنځي جګړو له امله په راتلونکو انتخاباتو کې مشري نشي کولې."
د ټروډو په وینا هغه به د لبرل پارټۍ د نوي مشر تر انتخاب پورې وزیر اعظم ذمه وارۍ ترسره کوي.
ټروډو په دغه موقع وویل، "زه په هیڅ ډول مبارزه کې په اسانۍ سره ماتې نه مانم ، په ځانګړې توګه کله چې زما د ګوند او هېواد لپاره مهم وي." هغه زیاته کړه " زه دا کار د کېنېډا د خلکو په ګټه کوم او د جمهوریت ښه والی راته ګران دی "
د اې پي د خبري ادارې اې پي په وینا یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط چې دغه پرمختګ معلومات یې لرلو وویل چې د پارلیمان غونډه چې ټاکل شوې وه د جنوري په 27مه به کېږي اوس به د مارچ تر 24 پورې معطل کړل شي .
په همدې حال کې به د لبرل پارټۍ غړي به د نوي قیادت د انتخاب دپاره کوښښونه کوي.
د کېنېډا اپوزیشن یا مخالفه ډلو ګوندونو ویلي چې دوی به د پارلیمان په غونډه کې لبرل پارټۍ د عدم اعتماد د لارې د واک نه لرې کړي .
Forum