لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کاناډا کې د پولیسو په جامو سمبال بریدګر دیارلس کسان ووژل


پولیسو له خلکو غوښتل چې د بریدکوونکي تر نیول کېدو دې پخپلو کورونو کې ځانونه پټ کړي

د کاناډا پولیس وایي چې د هغه هېواد د نووا سکوشیا ایالت کې د ډزو د یوې پېښې په ترڅ کې، ۱۳ کسان وژل شوي او هغه کس چې ډزې یې کړي، هم وژل شوی دی.

ملزم شخص، ۵۱ کلن ګبریل ورتمن پېژندل شوی او کاناډایي چارواکي وایي چې هغه ځان د پولیسو په جعلي جامو سمبال کړی او ګاډي باندې یې هم د پولیسو جعلي نښې لګولې وې.

پولیسو اول هغه په یو ګېس سټېشن کې ژوندی ونیو، خو وروسته وویل شول چې هغه مړ شو. د پولیسو ویاند ډانیل برائین وویل چې کیدای شي د وژل شویو کسانو شمېر، تر ۱۳ هم زیات شي.

پېښه د خالي/شنبې په ورځ پیل شوه او بریدګر قریب دوولس ساعته کله یو ځای او کله بل ځای په خلکو ډزې کولې، څو د اتوار په ورځ د پولیسو لخوا وویشتل شو او ونیول شو. د پولیسو په جامو سمبال بریدکوونکي، د کاناډا په نووا سکوشیا ایالت کې په خپل ګاډي کې له یو ځایه بل ځای ته تګ کاوه او په خلکو یې ډزې کولې. په همدې خاطر پولیس وایي ښایي وروسته نور مړي هم وموندل شي. ویل کیږي چې په ۱۳ وژل شویو کسانو کې یو یې پولیس و.

د نووا سکوشیا وزیراعلی، سټیفن مک نیل وویل چې دا پېښه د هغه ایالت په تاریخ کې د تشدد تر ټولو بې موجبه پېښه ده. تر اوسه دا نه ده معلومه چې ملزم بریدکوونکي ولې پر خلکو ګولۍ اورولي او وژلي یې دي. چارواکو ویلي چې هغه کسان چې وژل شوي دي، اکثرو یې د ملزم بریدګر سره کوم شناخت نه درلود.

په کاناډا کې په ګڼو خلکو باندې د ډزو کولو پېښې ډېرې کمې دي. پس له هغه چې په ۱۹۸۹ کې په کاناډا کې یو سړي ۱۴ ښځې په ډزو ووژلې او بیا یې ځان په ګولیو وویشت، کاناډا د وسلو د کنټرول قوانین سخت کړل.

XS
SM
MD
LG