لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش د ملاتړ په جرم امریکايي عدالت د کېنېډې شهري ته د قېد سزا ورکړې


عبدالله هي منلي چې د دغو کسانو د سفر خرچ دپاره يې په کال ۲۰۱۴ کې په کېنېډا کې د یو زرګار په دوکان ډاکه وهلې وه
عبدالله هي منلي چې د دغو کسانو د سفر خرچ دپاره يې په کال ۲۰۱۴ کې په کېنېډا کې د یو زرګار په دوکان ډاکه وهلې وه

په شام کې داعش وسله والې ډلې سره د مرستې په جرم امریکايي عدالت د کېنېډې یو شهري ته د شل کاله قېدا سزا ورکړې ده.

عبدالله هي احمد عبدالله هي ته سزا د ګل، دوشنبې، په ورځ ورکړی شوه.

د امریکې د انصاف وزارت ترمخه ۳۷ کلن عبدالله هي په کال ۲۰۱۹ کې د کېنېډې نه امریکې د راوستل شوي و.

وزارت وویل هغه د ۲۰۲۱ د ډسمبر په میاشت کې د امریکې په کېلېفورنیا ریاست کې په وفاقي عدالت کې د خپل جرم اعتراف وکړو.

په هغه الزام و چې د هغو شپږو کسانو په تګ کې يې مرسته کړې وه چې داعش ترڅنګ جنګېدو دپاره د شمالي امریکې نه شام ته تللي وو.

عبدالله هي منلي چې د دغو کسانو د سفر خرچ دپاره يې په کال ۲۰۱۴ کې په کېنېډا کې د یو زرګار په دوکان ډاکه وهلې وه.

د امریکې د انصاف وزارت وویل عبدالله هي چې شام ته تګ کې د کومو کسانو مرسته کړې وه هغه د داعش په صف کې د جنګېدو په مهال وژل شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG