لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان قالین جوړوونکي وايي پاکستان نه د افغانانو ستنېدلو یې کاروبار خراب کړی


د ترکمن کېمپ څلوېښت کلن رهایشي محمد ظريف وویل پاکستان نه د افغان کډوالو ويستل کېدو په دې اندېښمن کړی چې د افغانستان په موجوده اقتصادي وضعيت کې دومره معاش نشي ګټلې څومره چې په پاکستان کې کټي
د ترکمن کېمپ څلوېښت کلن رهایشي محمد ظريف وویل پاکستان نه د افغان کډوالو ويستل کېدو په دې اندېښمن کړی چې د افغانستان په موجوده اقتصادي وضعيت کې دومره معاش نشي ګټلې څومره چې په پاکستان کې کټي

په خېبر پښتونخوا کې مېشت افغان قالين جوړوونکې وايي پاکستان افغانانو د ستنېدو له امله یې روزګار او کاروبار خراب شوی دی.

د افغانستان د مزار شريف حق محمد د تېرو دېرشو کلونو راهسې د نورښار ضلعې په ترکمن کېمپ کې قالينونه جوړوي، وي او ای ډیوه ته وویل کاروبار یې اغېزمن شوی او لویو تاجرانو د قالين طلب کم کړی دی.

د خېبر پښتونخوا د داخله چارو محکمې د شمېرو ترمخه د نوښار په ځلوزو کې په ترکمن کېمپ کې 410 کورنۍ ژوند کوي۔ د کډوالو ترمخه په دې کېمپ کې د ترکمن قوم نزدې 90 فیصد نارينه او زنانه قالين جوړونکی (قالین باف/قالین اوبدونکي) په روزګار دي۔

د ترکمن کېمپ څلوېښت کلن رهایشي محمد ظريف وویل پاکستان نه د افغان کډوالو ويستل کېدو په دې اندېښمن کړی چې د افغانستان په موجوده اقتصادي وضعيت کې دومره معاش نشي ګټلې څومره چې په پاکستان کې کټي.

محمد ظريف وویل لس مېټره قالين په جوړولو چې څلور کسان کار وکړي نو 60000 روپۍ کوي او قالین په يوه يوه نيمه مياشت کې دا ختم کړي.” دغه زمونږه دياړي ده او زمونږه پکې ګزاره کېږي، هلته (افغانستان) ته که ورشو نو هلته کې ارزان دی، هلته کې پېسې بيالي دي او ګراني ډېره ده او هلته پېسې کمې ورکوي.

د قالینونو تاجران وايي د پاکستان د پرېکړې وروسته یې په کاروبار کې يې غېر یقیني حالات پېدا شوي او د يو ميټر قالين په مزدورۍ کې شاوخوا 2000 روپۍ کمی شوی دی.

کاروباریان وايي‌ مزدورۍ د کمېدو ترڅنګ لویو تاجرانو د لویو یا د دېرش نه تر څلوېښت مېټرو پورې قالينونو په ځای تر د پینځو ميټرو پورې قالينونو آرډرونه شروع کړي چې له امله يې هم په کاروبار خراب شوی دی۔

په ترکمن کېمپ کې مېشت افغان کډوال د پاکستان د واکمنو څخه غوښتنه کوي چې افغان صنعتکارانو ته دې په هېواد کې د پاتې کېدو باور ورکړي چې د نورو کاروبارونو ترڅنګ د قالين روزګار نور متاثره نه شي.

جمعه خان وویل د قالينونه یې کاروبار او روزګار دی او ګټه یې پاکستان ته هم ورسېږي خو چې دوی لاړ شي او زورګار یې ختم شي نو هغه ګټه چې پاکستان به ترلاسه کوله هغه به هم ختمه شي.

د پاکستان حکومت د اکتوبر په درېمه اعلان کړی و چې په هېواد کې د قانوني اسنادو پرته مېشت غېر ملکيان دې وځي ګينې په زوره به ويستل کېږي۔ د پاکستان د اعلان نه وروسته ګڼ شمېر افغانانو وطن ته ستنېدل شروع کړي دي.

د خېبر پښتونخوا د داخله چارو محکمې د شمېرو ترمخه د 17م سپتمبر نه تر 22 نوموبر پورې دوه لکه او څه باندې 35 زره افغان کډوال د انګور اډې، خرلاچۍ او د تورخم په لارو افغانستان ته ستاه شوي‌ دي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG