د مصري چارواکو تر مخه د اسرایل او حماس تر منځه روانه جګړه کې د اوربند لپاره ودریدلې خبرې اترې تمه ده نن (توار/ یکشنبې په ورځ) په قطر کې بیا پېل شي.
که چرې نن دغه خبرې پېلیږي نو دا به د روژې میاشتې شورو کیدو راپه دېخوا د اسرایلي چارواکو او حماس ډلې مشرانو تر منځه د دریم ګړو په لار لومړۍ خبرې اترې وي.
نړیوال منځګړي په دې هیله وو چې د روژې میاشتې شورو کیدو وړاندې به د شپږو اونیو لپاره اوربند کې بریالي شي، خو حماس وسله والې ډلې د مستقل اوربند پرته د کومې لوظنامې کولو نه انکار کړی وو، اسرایل بیا د حماس دغه غوښتنه رد کړې وه.
اسرایل او حماس ډلې په نژدیو ورځو کې د خبرو اترو جاري ساتلو لپاره ځیني ګامونه پورته کړي کومې چې په مکمله توګه نه دي ختمې شوي.
حماس وسله والې ډلې اوس منځګړو ته یو نوی وړاندېز کړی. د مصر دووه چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي چې دغه وړاندېز کې د جګړې ختمولو لپاره درې مرحلې وړاندې کړل شوي.
لومړۍ مرحله د شپږو اونیو د اوربند ده چې په بدل کې به یې د حماس په ولقه کې یرغمل اسرایلیانو نه ۳۵ کسان خوشي کړی شي. په دغو کې به ښځېو ناروغه کسان او د زیات عمر کسان وي. خو د دغې په بدل کې به اسرایل بیا ۳۵۰ فلسطیني قیدیان خوشي کوي.
حماس وسله وال به د پنځوسو فلسطیني قیدیانو په بدل کې لږ تر لږه د اسرایل پینځه ښځینه عسکرې هم خوشي کوي. په دغه فلسطیني قیدیانو کې د اوږدې مودې راهسې د اسرایل په بند کې د ترهګرې په تور نیول شوي قیدیان شامل دي. اسرایلي پوځیان به د غزه دوه لوې سړکونه خالي کوي، بې کوره فلسطینیان به پریږدي چې بیرته شمالي غزه ته ستانه شي (دغه سیمه د جنګ د لاسه ویجاړه شوې). او غزه ته به په ازاده توګه امدادي سامانونه پریږدي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې د جمعې په ورځ ویلي چې د غزه په شمالي برخه کې د ۲ کالو نه کم عمره ماشومانو یو په دریمه برخه د سختې لوږې سره مخ دي.
مصري چارواکو ویلي په دویمه مرحله کې به دواړه خواوې (اسرایل او حماس) مستقل ډزبندي اعلانوي، د دغې په بدل کې به حماس وسله واله ډله پاتې نور اسرایلي عسکر او یرغمالیان خوشي کوي او اسرایل به د دغې په بدل کې نور فلسطیني بندیان خوشي کوي.
د حماس لخوا وړاندې کړل شوې دریمه مرحله کې به حماس ډله د اسرایلي وګړو مړي اسرایل ته سپاري او د دغې په بدل کې به اسرایل د غزه بندیز پورته کوي او د بیا ودانۍ کارونه به پېلوي. مصري چارواکو زیاته کړې چې نن شورو کیدونکې دغه خبرې سبا د ګل/ دوشنبې د ورځې پورې غځیدی شي.
د اسرایل وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو دغه وړاندیز ٫٫ نه منونکی٬٬ بللی خو قطر ته په اسرایلي پلاوي لیږلو رضا شوی. د نیتن یاهو حکومت د مستقل ډزبندۍ غوښتنه رد کړې او د ٫٫ حماس د منځه وړلو٬٬ خپله ژمنه یې تکرار کړې.
د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخستل شوي.
Forum