لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سېنټ کام: په يورپ او منځني ختیځ کې داعش د حملو مشر منصوبه ساز وژل شوی


په برطانیه کې مېشته سیرین ابزروېټري فار هیومن رایټس وویل چې امریکايي ځواکونو په سوېدا کلي کې عملیات وکړل. دغه سیمه د ترکي سرحد سره نژدې پرته ده

د امریکايي پوځ سېنټرل کمانډ یا سېنټ کام ویلي د شام په شمال کې يې د داعش هغه وسله وال وژلی چې په یورپ او منځني ختیځ کې يې په مبینه توګه د حملو د سازشونو مشري کوله.

سېنټ کام د ګل، دوشنبې، په ورځ د عبدالهادي محمود الالحاجي علي د وژل کېدو تصدیق وکړو او هغه يې په یورپ او منځني ختیځ کې د حملو د منصوبه سازۍ مسول وبللو.

یو امریکايي چارواکي وي او ای ته د نوم نه څرګندولو په شرط وویل چې د علي جسد ترلاسه شوی دی او د هغه شناخت د نور تصدیق دپاره ډي اېن ای ټېستونه دوام لري.

د سېنټ کام د چارواکو په قول د علي ترڅنګ دوه نور مسلح کسان هم وژل شوي دي.

د سېنټ ترمخه ترمخه په عملیاتو کې ملکي کسانو او امریکايي ځواکونو ته څه نقصان نه دی رسېدلی.

په برطانیه کې مېشته سیرین ابزروېټري فار هیومن رایټس وویل چې امریکايي ځواکونو په سوېدا کلي کې عملیات وکړل. دغه سیمه د ترکي سرحد سره نژدې پرته ده.

سرچینو وي او ای ته وویل چې امريکايي ځواکونه د نمر خاته نه مخکې په هېلې کاپټر کې سوېدا ته ورسېدل او داعش وسله والو سره جګړه شروع شوه چې هغه وخت ختمه شوه کله چې امریکايي ځواکونو د وسله والو پټن ځای په دوو مزایلو وويشتلو.

وي او ای د دې خبرې په بې طرفه ډول تصدیق نه کولی.

د سېنټ کام ترجمان کرنل جو بوچينو وویل دا معلومه خبره ده چې داعش د منځني ختیځ نه بهر هم د حملې خواهش لري.

کرنل بوچينو وویل د داعش وسله والو خلاف ورستۍ حملې ډلې ته نقصان رسولی خو د عملیاتو صلاحیت يې په مکمله توګه نه دی ختم کړی.

په شام کې د داعش خلاف د امریکايي ځواکونو عملیات په داسې حال کې شوي چې امریکايي چارواکي وايي داعش د حملو زور کم کړی شوی دی.

چارواکي وايي په افغانستان کې د داعش څانګه داعش خراسان زیات خطر دی.

د سېنټ کام جنرل مایلک کورېلا تېره میاشت د کانګرس غړو ته وویل داعش خراسان د امریکې او مغربي مفاداتو په ضد د حملو صلاحیت لرلی شي.

د سږ کال په شروع کې متحده قومونو سره شریک کړی شوو استخباراتي معلوماتو کې وېل شوي چې په شام او عراق کې د داعش ۲۵۰۰ وسله وال پاتې دي د دې په مقابل کې په سیمه کې په یو وخت کې د داعش په لسګونو زرګونه مسلح غړي موجود وو او د خلافت اعلان يې کړی و.

یو امریکايي چارواکي ویلي چې د داعش د نوي کول بنیادي مشران موجود دي چې د حملو عزم لري.

دغه چارواکي د علي د وژل کېدو په اړه وویل چې د هغه وژل کېدل لویه ضربه ده ځکه چې هغه د سیمې نه بهر د حملو د منصوبه سازۍ مرکزي کردار و.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د ۲۰۲۲ راهسې په شام او عراق کې د داعش ۱۳ اهم مشران وژل شوي او یا نیول شوي دي. په دغو وسله والو کې خالد ایاد احمد الجباري هم شامل دي چې دا میاشت د امريکې په هوايي حمله کې وژل شوی دی. هغه په ترکي او یورپ کې د حملو د منصوبه سازۍ ذمه وار و.

تېره میاشت سېنټ کام وویل چې حذېفه الایمني د نیولو اعلان وکړو. هغه د حملو سهولت کار بلل شوی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال جېف سېلډن د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG