لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د کېلېفورنیا ریاست په یو کلب کې د وژل شویو ۱۱ کسانو په یاد کې دستوره وشوه


د وژل شویو کسانو د کورنۍ غړي د خپلو عزیزانو په یاد کې راغونډ شوي وو. د کلب بهر، د ټولنې غړو ماتم وکړ
د وژل شویو کسانو د کورنۍ غړي د خپلو عزیزانو په یاد کې راغونډ شوي وو. د کلب بهر، د ټولنې غړو ماتم وکړ

د امریکې د کلیفورنیا ایالت د مونټیري پارک په ښارګوټي کې د شنبې یا خالي په شپه د خلکو په ګڼه ګوڼه د یو وسله وال تن په ډزو کې د وژل شویو ۱۱ تنو په یاد کې دستوره وشوه.

دغه بريد د نڅا په يوه کلب کې هغه مهال وشو چې امریکايي‌ چينايانو خپل نوی کال لمانځلو.

مشکوک وسله وال چې اسیايي و، پولیس ویلي ځان يې په خپله وژلی.

د نڅا په کلب کې د وژل شویو کسانو د کورنۍ غړي د خپلو عزیزانو په یاد کې راغونډ شوي وو. د کلب بهر د ټولنې غړو ماتم وکړ او یوه ځايي‌ اوسیدونکې ریتا فلمور امریکا غږ ته وویل:

"زما زړه غوښتنو چې دلته د دې ټولنې د ملاتړ لپاره راشم. زه په دې باور لرم چې کله هم څوک په ویر کې وي د ، مهمه نده چې کومه ټولنه وي ، موږ باید د خپلو زړونو ، ذهنونو او خپل روح سره یوځای شو ځکه چې زه باور لرم چې مونږ متحد یو ، موږ د یو بل سره ودریږو."

مونټيری پارک کې 65 سلنه آسیایي امریکایان اوسیږي او نور نژادونه هم د دې ټولنې سره ښه سمون خوري او وايي ډیره ارامه او ښه ټولنه ده. ځايي اوسیدونکي فرینک سلارز امریکا غږ ته وویل چې:

"دا ډیره ارامه ټولنه ده. پوهېږئ زه تل خوندي‌ احساس کوم که هغه ورځ وي‌ او که شپه."

پولیس په مونټيري پارک کې د دغه برید او د ډزو د انګیزې په لټه کې دي . مشکوک بریدګر هوو کېن تران چې 72 کلن وو، د پيښې وروسته په یو موټر کې ځان وویشت.

په نږدې ښار کې په یو بل نڅا کلب کې د دویم ناکام برید هغه وخت مخنیوی وشو کله چې یو سړي د وسله وال د لاسه ټوپک واخیست. د تشدد ورستۍ پېښه په هاف مون بای علاقه کې شوي چې د سان فرانسسکو ښار په جنوب کې سیمه ده.

چارواکو وویل د ګل، دوشنبې، په ورځ د څلورو کسانو مړي په یو ځای کې وموندل شوو او د څو کلومېټره په فاصله د دریو کسانو مړي په بل ځای کې وموندل شوو.

د سان مېټیو کاونټۍ شېرف کرسټينا کورپس وویل د ډزو په پېښو کې مشکوک ۶۷ تن چونلي ژاو په یو ځای کې کار کولو.

چارواکو وویل مشکوک تن د پولیس تاڼې په پارکنګ لاټ یا د موټرو ودرولو په ځای کې نیول شوی دی او داسې ښکاري چې هغه ځان پولیس ته حواله کولو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG