لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چارسدې رابعه بي بي وايي لمسۍ یې د سترګو په رپ کې سېلابي اوبو یوړه


رابعه بي بي د چارسدې په سپورټس کمپلېکس کې د خيمو جوړ شوي کيمپ کې ايسوسييټېډ پرېس ته د بې کوره کېدو او د خپلې لاهو نمسۍ په اړه خو لږه په استقامت لګيا وه خو د خېمې دننه د لاهو شوې ماشومې د مور سلګۍ اورېدلی کېدې
رابعه بي بي د چارسدې په سپورټس کمپلېکس کې د خيمو جوړ شوي کيمپ کې ايسوسييټېډ پرېس ته د بې کوره کېدو او د خپلې لاهو نمسۍ په اړه خو لږه په استقامت لګيا وه خو د خېمې دننه د لاهو شوې ماشومې د مور سلګۍ اورېدلی کېدې

رابعه بي بي پخپل د خټو ګټو جوړ کور کې د ډوډوۍ په پخولو لګيا وه چې د جومات د لاوډسپيکر نه اعلان وشو چې سيلاب راروان دی او ځانونه خوندي ځايونو ته ورسوئ.

هغې او د کور نورو غړو يې په اعلان دومره غوږ ونه ګرولو ځکه چې نزدې لس کاله وړاندې هم په دغه کلي سيلاب راغلی و خو دوی ته د کلي نه د وتلو حاجت نه و پېښ شوی.

خو دا ځل سيلاب بېخي بدل و او زور يې بل رنګه و. د څو ورځو راهسې بارانونه کېدل او ډېر په زور کې باران ورېدو چې له سوبه يې د سوات سيند نه طوفاني سيلاب پرتو سيمو ته راروان و.

دا سيلاب دومره زورور و چې د تېرې جمعې په ورځ يې د يو ډيم بند مات کړو چې په عامو حالاتو کې دغه بند اضافي اوبه ايساوري.

کله چې د اعلان نه څو ساعته وروستو د سيلاب اوبه په ماجوکي کلی ورغلې نو د 53 کلنې رابعه بي بي په کور ماتې شوې چې هغه پکې سره د دوه ځامنو، نږور او نمسيان اوسېدل.

د هغې يوه نمسۍ چې د پينځ و د کور په دالان کې په کټ کې اوده وه او د سترګو په رپ د سيلاب څپې په مخه لاهو کړه. دا د هيڅ چا په توان کې نه وه چې دومره ژر دغه ماشومه وژغوري او ماشومه اوبو د ځانه سره يوړه.

پاکستاني چارواکي وايي چې تېره اوونۍ په ملک کې راغلي سيلابونه مخکې چرته نه دي ليدلي شوي. هغه وايي دا د پشکال د بې ساري تېزو بارانونو نتيجه وه او تر ډېره د موسمي بدلون سره هم اړه لري. په ميلنونو خلک يې په ټول ملک اغېزمن کړي.

رابعه بي بي د چارسدې په سپورټس کمپلېکس کې د خيمو جوړ شوي کيمپ کې ايسوسييټېډ پرېس ته د بې کوره کېدو او د خپلې لاهو نمسۍ په اړه خو لږه په استقامت لګيا وه خو د خېمې دننه د لاهو شوې ماشومې د مور سلګۍ اورېدلی کېدې.

بي بي وايي “سيلابي اوبه ناڅاپه زمونږ په کور راغلې. مونږ سره هډو وخت نه و چې د ځان سره څه راواخلو”.

هغې د ځامنو او نږور په مدد په ډوبو اوبه کې مزل وکړو چې باقي ماشومان وژغوري او په دې سخته ګرمۍ کې يې نزدې دوه نيم کېلو ميټره په خپلو پښو سفر وکړو چې چارسدې ښار ته ځان ورسوي.

چارسده ضلعه د ټولو ډېره اغېزمنه شوې سيمه ده چرته چې د سوات سيند د کابل د سيند سره يو ځای کيږي. زراعت يې د سيلاب د لاسه تباه شوی او د باران د ودرېدو باوجود هم لا د اوبو کچه په بره خيژي. د موسمياتو د دفتر چارواکي وايي د نور باران امکان هم شته.

ماجوکي کلی چې نزدې دوه نيم زره ابادي لري لا اوس هم د نامه نامه پورې د اوبو لاندې دی او خلکو چې ځانله کوم خوراک لکه وريجې او غنم د کال د پاره ذخيره کړي و ټول تباه شوي. په ټول ملک کې په سلګونو زره خلکو د خپلو تيارو فصلونو او ذخيره شوې غلې نه لاس وينځلي.

په کيمپ کې د ماجوکي کلي خلک په خيمو کې د نورو خلکو او حکومت لخوا راوړل شوي خوراکونو ته په تمه ناست دي
رابعه بي بي وايي “دلته ډېره ګرمي ده. زمونږ سره خيمه او ميټرس شته خو پنکه نه لرو. پوره خوراک هم نه رارسي.”

بي بي چې کونډه ده او د نورو خلکو په کورونو کې د جامو وينځلو او صفايۍ کار کوي، يو ځوی يې د ټاټکي مزدوري کوي خو اوس نه هغه کار لري او نه يې راتلونکی معلوم دی. هغه او د کلي نور خلک لا بيرته خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي او دا ورته هم نه ده معلومه چې په کورونو کې به يې څه پاتې هم وي او که نه؟

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG