د ماشومانو لپاره کارکوونکې اداره سېو دي چلډرن وایي، د افغانستان د بغلان شاوخوا 40,000 ماشومان د تېرې جمعې له سیلابونو وروسته بې کوره شوي دي. په دغو زورورو سېلابونو کې له ښځو او سړیو سره ګڼ شمېر ماشومان هم مړه شوي دي.
سېو دي چلډرن د می پر 13مه په خپل یو رپوټ کې ویلي، د افغانستان په یو شمېر شمالي ولایتونو کې په وروستیو سیلابونو کې تر ټولو زیات ځاني او مالي زیانونه د بغلان خلکو ته رسېدلي، چې وایي 12,000 کورونه زیانمن شوي یا هم تباه شوي دي.
د ماشومانو د ژغورنې دغه نړیواله اداره وایي، اټکل کیږي چې سېلابونو 80,000 کسان زیانمن کړي دي، وایي په دوی کې نیژدې نیمایي یې ماشومان دي.
سېو دي چلډرن وایي تر اوسه پورې د 154 کسانو مړینه تایید شوې ده خو د طالبانو چارواکي وایي د ښځو او ماشومانو په ګډون تر اوسه 315 تنه مړه کړي دي او په دغه شمېر کې د زیاتوالي امکان لیدل کیږي.
په افغانستان کې د سېو دي چلډرن مشر ارشاد ملک ویلي، "ماشومان وېریدلي دي، ډېرو یې هر څه بایللي دي، نه یواځې یې خپل کورونه بلکې سکولونه او د لوبو ځایونه یې هم بایللي دي. هغوی هر هغه څه بایللي چې ورسره اشنا وو، هغوی ورځنی ژوند بایللی دی".
د عذرا په نوم یوې سیلاب ځپلې نجلۍ سېو دي چلډرن ته ویلي، د سېلابونو له راتلو سره سم یې چې اوبه د کور پر دېوالونو باندې پورته وختلې دوی [ماشومان] د بام سر ته ته وختل:
"د سیمې اوسېدونکو د مرستې لپاره چیغې وهلې، ژړل یې او خوندي ځایونو ته په تېښته وو، خو ډېر کسان پکې مړه شول. زموږ د کوڅې پینځه تنه مړه شول. دا ډېره بوږنوونکي تجربه وه. زه ویریږم چې بیا سېلاب رانه شي".
د جمعې په ماسپښین له ګڼ باران وروسته ناڅاپي سېلابونو د بغلان برکه، مرکزي بغلان، نهرین او د دغه ولایت د مرکز پلخمري ځینې برخې اغېزمنې کړې او زرګونه خلک یې بې کوره کړي دي.
د سېو دي چلډرن کارکوونکي د بغلان هغه کلي ته ورغلي چې پکې د یوې کورنۍ د پینځو تنو په ګډون 19 ماشومان په سېلابونو کې مړه شوي دي.
یو سړي چې تر نړېدلي دېوال لاندې بند پاته شوی وو ورته ویلي، د دې توان یې نه درلود چې خپل ګاونډی او د هغه دوه میاشتنی ماشوم له بهاندو اوبو وژغوري. په دې کلي کې شاوخوا 250 کورونه تر دوو ګنټو په کمه موده کې سېلابونو په بشپړه توګه تباه کړي دي.
د بشري مرستو رسوونکو ادارو ویلي سېلابونو په بغلان کې اکثریت پلونه او سړکونه خراب کړي، له همدې کبله پر وخت خلکو ته د مرستو په رسولو کې له سختو ستونځو سره مخ دي.
دغو ادارو ویلي لا هم په سېلاب ځپلو سیمو کې د خلکو حالت د اندېښنې وړ دی او خلک بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د روغتیا نړیوالې ادارې د دوشنبې- ګل په ورځ په خپل یو رپوټ کې ویلي، د سېلابونو له کبله د بغلان د خلکو ورځنۍ چارې په ټپه درېدلې دي، د خلکو کورونه له خټو ډک دي او د کورونو وسایل یې هم اوبو وړي دي.
Forum