لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين د افغان حکومت او طالبانو منځګړيتوب کوي!


China Winning Afghanistan
China Winning Afghanistan

که يو خوا کال ۲۰۱۵ د افغانستان نه د بهرني جنګي ځواکونو د وتلو لاره هواره کړه نو بل خوا په ړومبي ځل چاينه په سرکاري توګه دا منلي د افغان حکومت او د طالبان چارواکو په منځ کښې د سولې په خبرو کښې کوربتوب کوي.
د امريکه وتلې ورځپاڼې دي وال سټريت جنرل په يو تفصيلي رپورټ کښې ليکي د افغان صدر اشرف غني د دورې سره سم د طالبانو يو هيت د پخواني وزير قاري دين محمد حنيف په مشرۍ کښې هم چين ته سفر کړی. رپورټ د افغان چارواکو په حواله واېي د افغانستان حکومت هيله کوي چاينه به د سولې او ثبات په راوړو کښې ډیره مرسته وکړي. ياد دې وي چين د افغانستان نه د روسي ځواکونو د وتلو روستو د دغه هيواد په کورنو جګړو کښې د کوم فريق ښکاره پلوي نه دی پاتې شوی. د امريکا لخوا په کال ۲۰۱۳ کښې هم د طالبانو سره د روغې جوړې خبرې اترې پيل کړې وې خو نتيجه ېي ځکه ورنکړه چې طالبانو په قطر کښې خپل دفتر پرانستو او د طالبانو د ړنګ کړی شوي اسلامي امارت بيرغ ېي پرې پورته کړو. په دغه کار د افغانستان پخواني صدر حامد کرزۍ سخت غبرګون اوښودو چې په نتيجه کښې ترې امريکا هم په شا شوه.
څيړونکي واېي د چين منځګړيتوب به په پاکستان هم زور راوړي د افغانستان په اړه خپله پخوانۍ تګلاره بدله کړي. په تيرو څو مياشتو کښې د افغانستان او پاکستان لوړپوړه چارواکو په کابل او اسلام اباد کښې ليدلي چې پکښې صدر اشرف غني، د افغان ځواکونو مشر شير محمد کريمي او نورو چارواکو د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف سره د پنډۍ په جي ايچ کيو کښې او بيا د وزير اعظم نواز شريف سره په اسلام اباد کښې وليدل. په ځواب د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف، د اي ايس اي مشر جنرال رضوان اختر او نواز شريف د کابل سفر وکړو او دواړو خواو ژمنه وکړه په افغانستان او پاکستان کښې خصوصاً او په سيمه کښې عموماً د ترحګرۍ په ضد شريکې هلې ځلې وکړي.
افغانستان له ډيرې مودې راهڅې په پاکستان تورونه لګوي د دغه هيواد استخباراتي اداره اي ايس اي نه يواځې د حقاني شبکې په رنګ ترهګرو ډلو روزنه او مرستې کوي ولې د کويټې شورا په نوم هم ملا عمر او هم ېي نورو مهمو ملګرو ته پنا ورکړې. خو د څه مودې راهڅې اوس پاکستان هم تورونه لګوي افغانستان د سوات نه د طالبانو تښتيدلي مشر ملا فضل الله او د طالبانو د وژل شوي مشر حکيم الله محسود ملګرو ته پټ ځايونه ورکړي او په پاکستان کښې ېي د ترهګرو بريدونو د پاره کاروي. څنګه چې پاکستان دغه تورونه رد کړي هم دغه رنګ افغانستان دا تورونه ردوي. د پاکستان د دفاعي چارو څيړن کار بريګيډير سعد محمد خان ډيوه ريډيو ته وېلي د نن افغانستان د تير په څير افغانستان نه دی او اوس دا توان لري چې د پاکستان دښمنانو ته اډې ورکړي تر څو پاکستان مجبور کړي د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي.
په پاکستان کښې د پښتنو قام پرسته ډلې چې د اسفنديار خان په مشرۍ کښې عوامي نيشنل پارټي او د محمود خان اڅکزۍ په مشرۍ پښتونخوا ملي عوامي پارټي د پاکستان د نوي پوځي مشر جنرال راحيل شريف د څوکۍ تر لاسه کولو روستو په خپلو ويناګانو کښې ښکاره بدلون راوستی او د پاکستان لخوا په افغانستان کښې د لاس وهنې په حقله د دوﺉ خبرې دومره قهرژنې نه وي لکه څنګه چې تير پخوا وې. اسفنديار، محمود اڅکزۍ او افتاب شيرپاو په خصوصي بلنه کابل ته غوښتل شوي چې ورسره ډاکټر اشرف او ډاکټر عبدالله هم ليدلي. هم دغه دريواړه قام پرسته مشران سره د مولانا فضل رحمان د زيارت یا پنجشمبې په ورځ يو ځل بيا د کابل په بلنه روان دي.
رپورټ د افغان چارواکي له خولې واېي د طالبانو د جرګې غړو چيني چارواکو سره په خبرو اترو کښې د سولې راوړلو لپاره د افغانستان په اثاثي قانون کښې د بدلون، په حکومت کښې د برخه ورکولو او د دوﺉ نومونه د نړیوال بنديزونو د فهرست نه د ويستلو غوښتنې کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG