هندوستان ویلي چېن دې په سرحدي سیمه کې د ملکیت بې ځایه دعوې نه کوي بلخوا چین دا دریځ تکرار کړی دی چې هندي ځواکونو د همالیه په سیمه کې د دواړو ملکونو په مشترکه پوله جګړه راپارولې وه.
هندوستان ویلي د ګل، دوشنبې، په ورځ په ګل وان سیمه کې د دواړو ملکونو د عسکرو په جګړه کې ۲۰ هندي عسکر وژل شوي دي. چین نه دي ويلي چې ایا عسکرو ته یې کوم زیان رسیدلی او که نا؟
د هندوستان د خارجه وزارت ترجمان د زیارت، پنجشنبې، په ورخ په یو بیان کې وویل دواړو ملکونو اتفاق کړی چې سرحدي لانجه به په خبرو حل کوي.
د اېسوسي اېټیډ پرېس خبري ادارې ترمخه په ګل وان وادۍ د چین د ملکیت دعوې په ځواب کې د هندوستان د خارجه دفترترجمان انوراګ سرې وستاوه په یو بیان کې وویل په ګل وان وادۍ د چین د ملکیت دعوه د دې مفاهمت خلاف ورزي ده چې مذاکراتو دلارې دې مسله حل کړي شي.
د لداخ په سیمه کې د چینايي او هندي خواکونو جګړه په تېرو ۴۵ کلونو کې تر تولو سنګینه پېښه وه.
د ملګرو ملتونو ترڅنګ د امریکې خارجه وزارت په دواړو ملکونو غږ کړی چې زغم نه دې کار واخلي او تاو تریخوالی دی زیاتېدو ته نه پرېښدي.
چین او هندوستان په یو بل د جګړې د راپارولو متْضاد الزامات لګوي.
د چین خارجه وزیر وانګ يي د هندوستان هم منصب سوبرا مېنیم جی شنکر سره د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبرې وکړې او د چین د خارجه وزارت ترجمان وویل په سرحد د جګړې وروسته دواړو ملکونو په سفارتي او پوځې کچه د یو بل سر رابطې وکړې او فېصله یې وکړه چې تاو تریخوالی دې زر تر زره کم کړی شي.
د خبري رپورټونو ترمخه د ګل، دوشنبې، په ورځ په ګلوان وادۍ کې د هندي او چینیايي عسکرو ترمنځ جګړه کې ډزې نه وې شوي بلکې د دواړو ملکونو پوځیانو يو بل په سوکونو، کاڼو او په اوسپنو ووهل.
د تېرو څو میاشتو راهسې د چین او هندوستان ترمنځ په پوله تاوتریخوالی زیات شوی دی. د دواړو ملکونو ترمنځ په دغه سیمه کې پوله هم د لاین اف کنټرول په نوم یادیږي. دغه کرښه د دواړو ملکونو د کال ۱۹۶۲ په جنګ کې د ډزبندۍ وروسته راښکل شوي ده.
ماهرین وايي که څه هم د همالیه په سیمه کې د سرحدي شخړې په سر د چین او هندوستان د پراخه کچه جنګ خطر نشته خو تاوتریخوالی په سمدستي ډول کموول په مشکل وي.
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه چین د هندوستان به شمال ختیځ کې په نوي زره مربع کلومېټره علاقه د ملکیت دعوه کوي او هندوستان وايي چین د اکاسيي چین په سیمه کې د هندوسان اته درېش زره مربع کلومېټر علاقه نیولي ده.