لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: د سي پېک په دویم پړاو کې به پاکستان او چین د ازاد تجارت معاهده لاس لیک کړي


عمران خان او د چین صدر شي ژنگپنگ
عمران خان او د چین صدر شي ژنگپنگ

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د چين پايتخت بيجنګ کې د بېلټ اېنډ روډ فورم د دويمې غونډې د پرانستې په وخت وویل پاکستان او چين چې دا وخت د اقتصادي لوې لار يا سي پېک په دويمه برخه کې ورګډيږي پکاره ده چې د غربت ختمولو او ماحولياتي بدلون ته ډېر پاملرنه وکړي.

نوموړي وېل سي پېک د بېلټ اېنډ روډ انېشټېو يا BRI لوموړۍ لويه منصوبه ده چې تر دې دمه پکې ډېر کار شوی دی، په پاکستان کې د تواناۍ وسېلې زياتې شوي دي د سړکونو، پولونو او نورو مهمو ودانو حالت ډېر ښه شوی دی.

وزيراعظم عمران خان زياته کړه، ګوادر چې پخوا د کب نيونکو يا مچي مارانو يو وړوکی کلی و ډیر په تندۍ يو لوې کاروباري مرکز جوړ شوی او دغلته به د پاکستان تر ټولو لوې هوايې ډګر يا ایر پورټ هم جوړيږي.

نوموړي په دغه غونډه کې ناستو نزدې د 38 هېوادونو مشرانو او کاروباريانو ته ووېل په پآکستان کې د سي پېک منصوبه په خپل دويم پړاؤ کې ودګډيږي چې مقصد يې دسيمې ټولنيز او اقتصادي ترقي ده، په دغه پړاؤ کې به چين او پاکستان خپل مينځ کې د آزاد تجارت پرېکړه هم لاس لیک کړي.

وزيراعظم عمران خان په چين کې د ‌ًBRF یا د بلېټ اېنډ روډ فورم غونډې ته ووېل پاکستان غواړي چې د چين سره د کرکروندې، تعليم او صحت په مدونو کې همکاري وکړي او په دې لاره کې ولاړ خنډان زر تر زره آوار کړي.
نوموړي دعوه اوکړه چې د چين سره په ګډه همکارۍ به د پاکستان د ولس قسمتونه بدل کړي او په دغه همکارۍ يې د چين د مشرانو مننه اوکړه.

د پاکستان د ډان ورځ پاڼې ترمخه وزيراعظم عمران خان به په دې څلور ورځني سفر کې د نړۍ يو شمېر مشرانو او کاروباري وګړو سره ليدل کتل کوي او د اپرېل په 28 مه د پاکستان کاروباري او سرمايه کارۍ فورم ته وېنا کوي چې پکې به د پاکستان او چين نامتو سوداګر ګډون کوي.

پاکستان او چين په کال 2013م کې د اقتصادي شاهراه يا CPEC منصوبه پېل کړې چې 62 اربه ډالرې به پرې مصرف کېږي ، هر څه که پاکستان او چين دواړه دغه شاهراه د سيمې د اقتصاد په بدلون کې يو مهم ګام بلي خوپه پاکستان کې ملت پآله ګوندونه او اقتصادي ماهرين په دغه شاهراه نيوکې کوي

ملت پاله ګوندونه وايې د دغې شاهراه مرکزي لاره يې د پښتنو د سيمو نه اړولې ده چې زياتې ګټې يې پنجاب ته ورسي.

اقتصادي ماهرين وايې د غې لارې زياتې ګټې به چين ته رسي ولې چې پاکستان دومره توکي چين ته نه شي استولې څومره چي به چين پاکستان ته ورليږي، چې د پاکستان په زراعت او کارخانو به يې ډېر بد اثرات پريوزي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG