لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین وايي د ایران او پاکستان ترمنځ منځګړيتوب ته تیار دی


په طفتان کې د ایران او پاکستان سرحدي لار
په طفتان کې د ایران او پاکستان سرحدي لار

د یو بل په خاوره د مشکوکو وسله والو خلاف د ایران او پاکستان د حملو وروسته، چین د د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل تیار دی چې په شخړه کې د ښکیلو دواړو ملکونو ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

د چین د خارجه وزارت ترجمانې ماو نېنګ د معمول خبري کانفرنس ته وویل چین امید کوي چې دواړه فریقېن به د زغم نه کار واخلي او تاوتریخوالي د زیاتولو نه به ډډه وکړي.

ماو وویل که ایران او پاکستان غواړي نو چین کولی شي چې تاوتریخوالي د کمولو دپاره "تعمیري" کردار ادا کړي.

ایران او پاکستان د تېرو څو کلونو راهسې په خپلو خپلو سرحدي سیمو کې د وسله والو د فعالیتونو سره مخامخ دي او دواړه به یو بل د وسله والو د ملاتړ الزام لګوي.


پاکستان د زیارت،‌ پنجشنبې، په ورځ وویل په ایران کې یې ترهګر په هدف کړي دي.

د پاکستان پوځ وویل د استخباراتي معلوماتو په بنیاد "مرګ برسرمچار" نومې عملیاتو کې یې د "بلوچستان لبرېشن ارمي (بي اېل اې) او بلوچستان لبرېشن فرنټ (بي اېل اېف) ځالې" په نخښه کړې.

د پاکستان پوځ په ايران کې د عملياتو په اړه خپور کړي بيان کې وويل بریدونه د وژونکو ډرون، راکټو او وسلو د لارو شوي دي.

د ایران ایرنا خبري ادارې يوه ويډيو خپره کړې چې پکې د ايران د کورنيو چارو وزير عبدالرضا رحماني فضلي ويلي،"د پاکستان په بريد کې نهه تنه بهرني وګړي وژل شوي، چې پکې درې ښځې، څلور ماشومان او دوه سړي شامل دي او دغه برید د ايران د پولې نه څلور کلوميټره دننه شوی دی".

ایران وویل د پاکستاني برید په سر په تهران کې د پاکستان ناظم الامور ته یې احتجاج وکړو.

د ایران سرکاري رسنیو د نهې/سه شنبې په ورځ خبر ورکړی و چې پاسدارانِ انقلاب د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د جیش العدل وسلوالې ډلې دوه مرکزونه په هدف کړي وو.

پاکستان د ايران دغه برید غندلی او ويلي يې وو په بريد کې دوه ماشومان وژل شوي او درې جينکۍ ژوبل شوې وې.

د ایراني برید وروسته پاکستان وویل ایران نه یې خپل سفیر بېرته بللی دی او په اسلام اباد کې یې ایراني سفیر ته پاکستان نه د وتلو امر کړی دی.

ایران او پاکستان دواړه د چین نږدې همکاران دي او په سیمه کې همکارۍ دپاره د چین د شینګايي کواپرېشن ارګنایزېشن نومې تنظیم غړي ملکونه دي.

د چین د خارجه وزارت ترجمانې ماو وویل ایران او پاکستان دواړه د چین "اهم باثره" ملګري ملکونه دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG