لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د احتجاجونو وروسته چین د کرونا ځینې قدغنونه نرم کړي


په ګوانزو کې د پرتشدد احتجاجونو 24 ګنټې وروسته چارواکو د ښار په ځینو برخو کې د کرونا عارضي بندیزونه لېرې کړل. د ښار په یوه برخه کې چارواکو وویل چې سکولونه به بیا پرانېستل شي، رېسټورانټونه او سېنماګانې به خلاصې کړی شي
په ګوانزو کې د پرتشدد احتجاجونو 24 ګنټې وروسته چارواکو د ښار په ځینو برخو کې د کرونا عارضي بندیزونه لېرې کړل. د ښار په یوه برخه کې چارواکو وویل چې سکولونه به بیا پرانېستل شي، رېسټورانټونه او سېنماګانې به خلاصې کړی شي

د کرونا وایر س د مخنيوی دپاره د سختونو بندیزونو خلاف د احتجاجونو وروسته چین په ځینو اقداماتو کې نرمي کړې ده.

روېټر ز خبري اداره وايي چین دغه ګام په داسې حال کې اخیستې چې په ملک کې د کرونا د هرې ورځ کېسونو شمار تر رېکارډ حد پورې زیات دی.

روېټرز وايي د چين په یو شمېر لویو ښارونو کې که یو خوان نوي کېسونه مخې ته راځې نو بلخوا په ټول بند کې نرمی کېږي او کاروبارونه بیا پرانېستل کېږي.

د کرونا په بندیزونو کې د نرمیو اعلانولو په مهال د صحت چارواکو د تېرې هفتې هغو احتجاجونو ذکر و نه کړو چې په مهال يې په ګوانزو ښار او د اېپل ايي فون جوړونکي کمپنۍ شینزو ښار کې د پولیس او مظاهره چیانو نښتې شوي وې.

لس کاله وړاندې د صدر شي جن پېنګ د اقتدار سمبالولو وروسته دغه تر ټولو لوی مظاهرې وې. روېټرز وايي دغه احتجاجونه په داسې حال کې هم شوي دي چې په ایند څو کلونو کې به د چین اقتصادي ترقۍ رفتار د تېرو کلونو په مقابل کې ورو وي.

د سرکاري مطبوعاتو ترمخه نایب پریمیر سن چونلان چې د کرونا وایرس د مخنيوي د کوښښونو مشري کوي، ویلي د کرونا وایرس دا صلاحیت کم شوی چې انسان ناروغه کړي.

هغه وویل د اومني کرون وایرس کم زوری شوی دی او زیات خلک وېکسین شوي او د وایرس د مخنیوي تجربه هم لري. هغه غوښتنه وکړه چې خلک د ټېسټونه، علاج او قرطین زیات کړي.

په ګوانزو کې د پرتشدد احتجاجونو 24 ګنټې وروسته چارواکو د ښار په ځینو برخو کې د کرونا عارضي بندیزونه لېرې کړل. د ښار په یوه برخه کې چارواکو وویل چې سکولونه به بیا پرانېستل شي، رېسټورانټونه او سېنماګانې به خلاصې کړی شي.

روېټرز وايي توقع کېدله چې په چین کې د زیات عمر کسانو د وېکسین کېدلو شرح د زیاتېدو سره به اینده کال د کرونا بندیزونه لېرې کړی شي.

نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په چین کې د کرونا وایرس بیا خپرېدو له امله به يې اقتصاد ته زیان ورسېږي.

روېټرز وايي کرونا وایرس د مخنیوي دپاره د چین بندیزونو د ملک اقتصادي ترقي د سست روۍ ښکار ده او د دې له امله د سيمې نور ملکونه هم متاثر کېدلی شي.

چاینا ډېسسډېنټ مانېټر چې د امریکې په مالي مرسته چلېدونکی فریډم هاوس یې چلوي، وايي په چین کې د خالي او د ګل د ورځې پور‌ې 27 مظاهرې شوي دي. د اسټرېلیا د څېړنې ادارې ای اېس پي ايي د اندازې ترمخه په 22 ښارونو کې 43 مظاهرې شوي‌ دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


ځانګړې ویډیوګانې

د امریکې په کالجونو کې په غزه کې د جنګ خلاف احتجاجونه دوام لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:53 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG