چین د افغانستان په واکمنو طالبانو غږ کړی چې خپلې هغه تګلارې دې اصلاح کړي چې له امله يې مېرمنې د ټولنیز ژوند نه قریباً بهر شوي دي.
د چین د خارجه وزارت ترجمان وانګ وېن بین د شورو، چهارشنبې، په ورځ په بيجينګ کې خبري غونډې ته دا هم وویل چې طالبان دې د ترهګرۍ خلاف کوټلي ګامونه واخلي.
وانګ وویل بيجينګ امید کوي چې د طالبانو حکومت به په سم لوري کوټلي ګامونه واخلي او د ګاونډي ملکونو سره به د ښه ګاونډي توب تعلقات او د نړیوالې ټولنې سره به هم اهنګي قایمه کړي.
د چین د خارجه وزارت ترجمان وېنا وه چې طالبانو لیکل شوی لوظ کړی چې د ايسټرن ترکستان اسلامک مومنټ، ايي ټي ای ای اېم، په شان قوتونه به ترهګرو فعالیتونو کې ښکیل کېدو ته نه پرېږدي. دا په مستقبل کې د چین او افغانستان تعلقاتو د پرمختګ او په سیمه کې د ترهګرۍ خلاف او د امنیت په برخه کې همکارۍ دپاره اهمیت لري.
چین په ايي ټي ای ايي اېم مسلمانانو اکثريتي صوبه سېنکیانګ کې د ترهګرۍ او بېلتون خوښۍ الزام لګوي.
وانګ دا هم وویل بيجنګ په دې خبره یقین نه لري چې افغانستان دې د نړیوالې ټولنې نه بهر کړی شي. هغه زیاته کړه چې د افغان ولس خېرښېګړه او مفادات د نړۍ توجه ته ضرورت لري.
افغان طالبانو نه د نړیوالې ټولنې د غوښتنو په لړ کې وانګ زیاته کړه چې نړیواله ټولنه د افغان موقتي حکومت دپاره ډير تشویشونه او توقعات لري چې په کې دا امید هم شامل دی چې طالبان به په داخلي او خارجي کچه معتدلې او د عقل مندۍ تګلارې عملي کړي چې د ښځو او د ماشومانو د حقونو او مفاداتو تحفظ کوي او ترهګرۍ د مخنیوي دپاره به زیاته پرعزمه رویه خپله کړي چې ښکاره نتيجې راوړي.
د ګل، دوشنبې، په ورځ د چین خارجه وزیر کېن ګېنګ، د طالبانو خارجه وزیر مولوي امیر خان متقي او د پاکستان خارجه وزیر بلاول بهټو زرداري په اسلام اباد کې په درې اړخیزه غونډه کې شرکت وکړو، چې د دریو واړو ګاونډیو ملکونو د مکالمې پېنځمه ناسته وه.
د غونډې مشترکه اعلامیه چې د پاکستان خارجه وزارت هم شایع کړې وه، وویل دریو واړو ملکونو د اقتصاد په برخه کې همکارۍ ته د وده ورکولو ترڅنګ دا لوظ هم وکړو چې د ایسټ ترکستان اسلامک مومنټ او د تحریک طالبان پاکستان په شان هېڅ ډلې او تن ته اجازت نه ورکوي چې د ترهګرۍ دلارې د سيمې امنیت خراب کړي.
دریو واړو ملکونو دا هم وویل چې د افغانستان په داخلي چارو کې د مداخلت نه به ډډه او په افغانستان کې د امن، ثبات، پرمختګ او د بیا ودانۍ ملاتړ کوي.
طالبان په افغان خاوره د وسله والو د موجودګۍ خبره ردوي. طالب چارواکي وخت په وخت په ملک کې د داعش وسله والې ډلې خلاف د عملیاتو خبرونه ورکوي.
طالبان د مېرمنو په اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي، وايي ښځو د تعلیم او کار روزګار دپاربه د افغان دود دستور او اسلام سره سم حالات برابروي.
نړیواله ټولنه طالبانو د واکمنۍ دلاندې په افغانستان کې د ښځو او د انساني حقونو په صورتحال تشویش لري.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي