د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ او لومړنۍ ډله په دې غرض چین ته رسېدلې ده چې د کرونا وایرس د شروع کېدو په اړه د تحقیقاتو تیاری وکړي.
د ډبلیو اېچ او ترجمانې وویل د ادارې دوه کسیزه تحقیقاتي ډلې غړي به د جولايي په ۱۱ مه په بېجنګ کې د چینايي همکارانو سره ویني او د تحقیقاتو دپاره شرایطو برابرولو به خبرې کوي.
کرونا وایرس تېر کال د ډسمبر په میاشت کې د چین په ووهان ښار کې د څارو په یوه منډای کې شروع شوی و. دغه بازار او تړل شوی دی او ګمان کیږي چې کرونا وایرس د ځناورو نه انسانانو ته لګېدلی دی.
د ډبلیو ایچ او ترجمانې وویل د کرونا وایرس په اړه د تحقیقاتو مقصد دا معلومول دي چې دا وایرس څنګه د ځناورو او انسانانو ترمنځ څنګه منتقل کېږي او د کوم ځناور نه انسانانو ته لګېدلی دی.
د ډبلو اېچ او ترجمانې وویل دا معلومه خبره ده چې کرونا په خاپېرکانو کې د موجود وایرس سره مماثلت لري خو پوښتنه دا ده چې ایا دا د بل ځناور دلارې انسانانو ته لګېدلی دی؟
ډبلیو اېچ او د کرونا وایرس په اړه تحقیقات په داسې نازک وخت کې کوي چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ خپل ملک د ادارې نه د ویستلو عمل شروع کړی دی.
صدر ټرمپ د کرونا وایرس په سر په ډبلیو اېچ د چین د طرفدارۍ الزام لګولی دی.
چین وایي صدر ټرمپ چین او ډبلیو اېچ او بدناموي.