لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چین د نوي ټېکنالوجۍ دلارې د ویغور مسلمانانو د عام ژوند څارنه کوي


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په ورستیو کې د الهام او د مذهب په بنیاد د زورنې سره مخ د نورو کسانو سره په وایټ هاؤس کې ولیدل

د هیواد په مغربي سنکیانگ صوبه کې د ویغور مسلمانانو په عام ژوند د نظر ساتلو دپاره چین د انتهايي نوي ټېکنالوجۍ نه کار اخلي. دا خبره جوهر الهام کوي چې د وتلي ویغور اقتصاد پوهه الهام توخي لور ده.

الهام توخي دا وخت د چین په زندان کې دی. د هغه د لور څرگندونې په داسې حال کې مخې ته راغلي دي چې امریکا د چین په یوې وډیو کمپنۍ د بندیزونو لگولو غور کوي.

په دغه کمپنۍ الزام دی چې د ویغورو سره د چین په سلوک کې یې د چینايي حکومت مرسته کړې ده.

د انساني حقونو فعالان وايي چې چین د ١٠ لکو پورې ویغور مسلمانان د زندانونو په رنگ کېمپونو کې بندیوان کړې دي چې چین یې د بیا زدکړو د مرکزونو په نوم یادوي.

ناقدین واېي د ویغورو په اړه د چین دا اقدام د ویغورو د پیژندگلو او د مذهبي عقېدو ختمولو کوښښ دی.

د الهام توخي په شان د ویغورو د حقونو د تحفظ لپاره مبارزه کونکي خاموشه کړی شوي دي. دا مشهور سکالر دکال ٢٠١۴راهسې قید دی. د چین چارواکي په هغه د ملک د تقسیمولو تورونه لگولي دي.

خو د هغه لور جوهر الهام وایي پلار یې هیڅ کله هم د تشدد او د بیلتون خبره نه ده کړې. جوهر الهام ویره لري چې کیدلی شي هیڅ کله هم د خپلې کورنۍ د غړو سره بیا خبرې ونکړی شي.

الهام وایي په سنکاینگ کې هر وخت د خلکو سخته څارنه کیږي. جوهر الهام وویل د هغې یوه ملگري تېر کال سنکیانگ ته تللې وه او چې په یو امنیتي چېک پوسټ تېرېدله نو تصویر یې په اتوو بېلا بېلو ځایونو کې په لویو لویو ټی ويگان وښودل شو. "دا ډیره عجیبه خبره ده. بیخي پرایوېسي نشته" یعني شخصي پرده نشته.

امریکا اراده لري چې د ویغورو بندیخانو کې د لاس لرلو په تور د چین د ویډیو د څار کمپنۍ هائک ویژن ته د الاتو په ورکولو باندې بندیزونه سخت کړي.

د نړیوالو مذهبي ازادو لپاره د امریکې سفیر سیم براؤن بیک وایي د امریکا کانگرس کې په دې خبرې روانې دي. هغه وویل دا وخت په کانگرس کې د نورو کمپنو په اړه هم غور کیږي او داسې یو شمار قراردادونه هم وړاندې کړل شوي دي. خو د امریکې د حکومت لخوا د هائک ویژن په اړه خصوصي تشویش موجود دي.

جوهر الهام وایي دا به د هغو کمپنو خلاف د زورونې د هر گام مرسته کوي څوک چې ویغورو د بندیخانو په چلولوکې مرسته کوي.

چین د مذهبي حقونو د خلاف ورزیو یا سرغړونو تورونه ردوي.

د چین د خارجه وزارت ویاند لوو کینگ وایي داسې تورونه د هیواد په کورنیوچارو کې مداخلت دی. "مونږ د امریکې نه غوښتنه کوو چې په چین کې د مذهبي ازادو صورتحال او د مذهب په حقله د چین پالیسۍ په صحیح انداز کې وگوري او د مذهبي چارو په بهانه د نورو ملکونو په کورنیو چارو کې د مداخلت نه ډډه وکړي."

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په ورستیو کې د الهام او د مذهب په بنیاد د زورنې سره مخ د نورو کسانو سره په وایټ هاؤس کې ولیدل. امریکا په دې غور کوي چې په چین کې د ویغورو سره د سلوک په اړه د چین په چارواکو بندیزونه ولگوي.


XS
SM
MD
LG