لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین پاکستان کې د خپلو وګړو امنیت پخپلو لاسونو کې د اخستو وړاندیز کړی 


File Photo
File Photo

د رایټرز خبري شبکې په رپورټ کې د سرچینو له خولې ویل شوي چې کراچۍ کې په چینایي وګړو له شوې موټري بمي چاودنې وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ شوؤ مذاکراتو کې چین په پاکستان ټینګار کړی چې بیجنګ ته باید اجازه ورکړل شي چې پاکستان د خپلو وګړو امنیت پخپله ونیسي.

رایټرز وایي د پاکستان د هغو عسکري اؤ حکومتي پینځوو سرچېنو سره یې خبرې کړي چې د چین اؤ پاکستان تر منځ له شوؤ مذاکراتو خبر دي اؤ هغوي ورته د نوم نه ښکاره کولو شرط اېښودی دی ځکه چې دا مذاکرات په یوه حساسه معامله شوي دي.

سرچینو ویلي چې د چین لخوا پاکستان ته د لېږل شوؤ لیکلو وړاندیزونو جاج اخستل شوی دی.

په دې وروستو کې د ترسره شوؤ دې مذاکراتو یو ګډون وال پاکستاني چارواکي ویلي چې چین غواړي د خپلو وګړو د امنیت لپاره خپل ساتونکي دلته راولي خو پاکستان تر اوسه دداسې کوم اقدام سره اتفاق نه دی کړی.

رپورټ کې ویل شوي چې د چین لخوا پاکستان ته استول شوي لیکلي وړاندیزونه د ارزونې لپاره د پاکستان امنیتي ادرو ته لېږل شوي اؤ هغې کې دا خبره راڅرګنده کړل شوې چې د ترهګرۍ د مخنیوي اؤ ګډو کارروایو یا عملیاتو کې د مرستې لپاره دې باید د یو بل امنیتي ادارو اؤ ځواکونو ته د تبادلې اجازه وي.

چارواکي ویلي د ځواکونو لېږد به له مذاکراتو وروسته وي خو وایي چې پاکستاني ادارو د دې وړاندیز مخالفت کولو.

د پاکستان یا چین حکومتونو تر اوسه دداسې قسمه څه مذاکراتو تصدیق نه دی کړی.

سرچېنو اؤ دوؤ نورو چارواکو ویلي چې د پاکستان اؤ چین تر منځ د امنیت د څارنې په ګډ نظام جوړولو اتفاق ؤ اؤ پاکستان په امنیتي غونډه اؤ تماسونو کې په برخه لرونکو چینایي وګړو باور درلودو.

خو رپورټ وایي چې دې لړ کې د رایو د اتفاق باوجود دواړو خواؤ په عملي توګه په امنیتي انتظاماتو کې د برخې اخستو کوم تړون نه دی کړی.

یو بل چارواکي رویټرز ته ویلي چې پاکستان له مخې چین ته ویلي وؤ دوي باید د نیغ په نېغه مداخلې پځای د انټیلجینس اؤ څارنې په توان کې د غوره والي لپاره مرسته وکړي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د مذاکراتو په اړه ویلي چې دداسې کوم پرمختګ څخه خبر دی اؤ د ګډ امنیت پلان د غور لاندې دی .

خو هغه ویلي چې چین به د پاکستان سره د خپلې همکارۍ پیاوړې کولو ،د چینایي وګړو،منصوبو اؤ ادارو د امنیت ساتلو په غرض د خپلو ګډو هڅو لپاره خپل کوششونه دوامداره ساتي.

رایټرز وایي چې د پاکستان اړونده وزاراتونو اؤ ادارو سره یې د شوؤ مذاکراتو په اړه د دریځ معلومولو لپاره تماس نیولی خو هغوي څه ځواب نه دی ورکړی.

پاکستان کې په وروستيو کې په چينايي وګړو حملې شوې، چين په يادو حملو په ولسي کچه اندېښنې څرګندې کړې او د پاکستان نه یې په چينایانو حملو کې د ککړو پرضد عملياتو او چينايي وګړو د خونديتوب دپاره د اقداماتو په کلکه غوښتنې کړې وې.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، د چين د بهرنيو چارو وزات يو وياند پرون په 11م نومبر ويلي، چين به د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پاکستان مرستې جاري ساتي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لن جيان په پايتحت بيجنګ کې خبري غونډې ته ويلي، د چين او پاکستان اړيکې خرابوونکو ټولې هڅې به ناکامه کولی شي، عزم او وړتيا یې لري.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې يوه اوونۍ وړاندې د پاکستان غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د ډزو په پېښه کې دوه چينايي وګړي ژوبل شو وو.

له دې وړاندې تېر د اکتوبر د مياشتې په شپږمه نېټه د شپې خواوشا 11 بجې د کراچۍ د نړيوال ميدان په خله کې د چینايانو په قافله بريد کې دوه چينايان وژل شوي او يو ژوبل شوی وو.

چين د دغه بريد سمدستي وروسته د پاکستان نه غوښتنه کړې وه چې د چينايي وګړو د خونديتوب دپاره ضروري ګامونه پورته کړي.

په 29م اکتوبر د چین سفیر جيانګ زاي ډونګ اسلام اباد کې راجوړ يو سيمينار ته په وينا کې په ولسي کچه پاکستان کې د چينايي وګړو د ساتنې په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.

هغه ويلي وو، پاکستان به د چينايي وګړو، ادارو او پروژو ساتنه پياوړي کړي او خلکو ته به سخته سزا ورکړي څوک چې په چينايي وګړو خونړو بريدونو کې ککړ دي.

د چينايي سفير د بيان په غبرګون کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي وو، چين په پاکستان کې په سرمایه کارۍ او ترقیاتي کارونو کې مدد کوي او دلته د کارکوونکو چینايي وګړو حفاظت د پاکستان ذمه واري ده خو په ولسي کچه د چين لخوا د خپلو وګړو د ساتنې په اړه اندېښنې د پاکستان او چين د سفارتي ادابو پرضد دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دې ورستيو کې ويلي وو چې په تېرو شپږو کلونو کې د پاکستان دننه په چينايي وګړو نزدې اووه حملې شوې دي، 16 هغه چينايي وګړي پکې وژل شوي چا چې د پاکستان دننه د سي پېک په پروژو کار کولو.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په مردان کی د نړیوالو ژبو د زدکړو یو ورځنی کانفرنس شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG