لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کېدلی شي د چين اقتصاد د کال 2030 پورې د امريکا نه وړاندې لاړ شي


سان فرانسېسکو ــ د چين اقتصاد چې ممکن ده په روانه لسيزه کې د امريکا د اقتصاد نه وړاندې لاړ شي تر ډېره به بهر ته د توليداتو لېږلو په ځای د رياست په سرمايه کارۍ، د نوي دور ټېکنالوجي خپلولو او په کورني استعمال تکيه کوي.

څېړونکي وايي دې هدف ته رسېدو له د چين اقتصاد له پکار ده د کال 2025 پورې هر کال 5.7% په بره لاړ شي او د کال 2030 پورې هر کال 4.7% ترقي روانه وساتي.

د برتانيه د اقتصاد او کاروبار څېړنيزه اداره سنټر فار اکانومي اينډ بزنس ريسرچ پېشګويي کوي چين چې نن په نړۍ کې دويم غټ اقتصادي قوت دی د کال 2030 پورې به د امريکا نه مخکې شي چې اوس په اول نمبر ده.

دا پېشبيني يوې بلې څېړنيزې ادارې کريډېټ انشورنس فرم ايولر هرمز هم کړې ده.

د امريکا او چين تجارتي روانې تنازعې او د کرونا وايرس د لاسه په کال 2020 کې د توليداتو د ډېرو کارخانو بندېدو د چين په پيداوار ډېرې بدې اغېزې کړې دي.

بهرنۍ پيداواري کمپنۍ د چين نه بهر ملکونو ته خپل کاروبار وړي لکه د مثال په توګه ويټنام ته چرته چې مزدور ارزان او د ماحولياتو په اړه خرچه يې کمه ده.

د سرکاري مېډيا تر مخه چيني مشرانو په تېره لسيزه کې د کارخانو په روايتي انداز د چلولو په ځای د ښه خدماتو په ورکولو توجه ورکړې ده.

د تحقيق کوونکو ادارو وينا ده د چين په کورني استعمال کې د تېر په نسبت څو چنده زياتوالی راغلی دی.

د اي ايچ ايس مارکېټ د اندازې تر مخه د چين اقتصاد په کال 2020 کې 15.92 ټرېلين ډالره وو، چې د پيداوار په زياتولو او نوو اقتصادي منصوبو په راوړلو تېر کال 18 ټرېلين ډالر ته رسېدلی وو.

د ادارې مطابق د امريکا اقتصاد تېر کال 23 ټرېلين ډالرو ته رسېدلی وو.

د رياست سرمايه کاري:

چين چې د اقتصاد پوهانو په نظر په تېر 20 کاله کې د تېز رفتاره اقتصادي ودې د پاره د مخکې نه معلوم دی ښکاري چې د ډېرو مهمو سيکټرونو واک د رياست په لاس کې واخلي لکه څنګه چې يې تېر کال د انټرنټ په شمول په نورو ډېرو برخو کې مداخلت کړی وو.

په هونولولو کې د څېړنيزې ادارې ايسټ ويسټ سنټر کارمند ډيني روی وايي “د چين سره پيسې هم شته او کورنی سياسي قدرت يې هم په لاس کې دی چې د ملک غټه سرکاري خزانه د ليډرشپ په ملکي او نړيړالو سټرټيجېک منصوبو کې په سرمايه کارۍ کې ولګوي”.

البته په شانګهای کې د فاينانشل انډسټري فرم کپروناسا مشر زينان کپرون وايي د انټرنټ په سيکټر کې مداخله به د سافټوېر په جوړولو او د دې د انفراسټرکچر په خورولو کې خنډ نه وي.

کپرون وايي “که چرې ملک يې په ټېکنالوجي کې په کور پوره شي او بيا د دې جوګه وي چې دغه خدمات استعمال کړي او بهر يې خرڅ کړي نو دا به د اقتصاد د پاره ډېر ګټور وي ځکه چې همدا خو د امريکا د ملکي پيداوار د ټولو لويه برخه ده”.

هغه وايي د امريکا اقتصاد به د کال 2030 پورې هم زياتيږي خو دومره په زور کې به نه وي.

که چرې چين د امريکا نه مخکې لاړ شي نو څه به وشي، په دې اړه د سي اي بي ار ميک ويليم وايي “هيڅ ګولډ ميډل لا بل څه پکې نه شته خو چې کله ته پيسې لرې او هغه لګوې نو ته جوګه يې چې په څيزونو اغېزې ولرې او چين به دا اهليت ولري چې په څيزونو اغېزې ولري”.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG