لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لوړپوړي چينايي چارواکي وايي د هېواد اقتصاد د نوي مشکلاتو سره مخ دی


د بیحېنګ د تجارتي مرکز یو منظر
د بیحېنګ د تجارتي مرکز یو منظر

د چين د 24 کسيزې طاقتورې پولټ بيورو غړو د هېواد په اقتصادي حالت د بحث وروستو ويلي اقتصاد د نوي مشکلاتو اوننګونو سره مخ دی.

دا لوړپوړي چارواکي هر کال د جولايي د مياشتې په اخر کې غونډه کوي او د اګست مياشتې د روايتي رخصت نه وړاندې د ملک اقتصاد ته کره کتنه کوي.

سږکال دا غونډه د کوېډ نه وروستو وړمبنۍ ناسته ده چې د نړۍ د دويم غټ اقتصاد په اړه غور فکر وکړي چې ولې د اقتصاد ښهکېدو رفتار ورو شوی او د خلکو د څيزونو اخستلو کچه راکمه شوې ده.

د چين سرکاري ټيلي وژن سي سي ټي وي د غونډې په اړه ويلي “غونډې دا په ګوته کړه چې روان اقتصاد د نوي مشکلاتو او ننګونو نهتېريږي، کورنی ضرورت نه پوره کيږي، د ځينې کاروبارونو چلول ګران شوي، په مهمو برخو کې غټې او پټې خطرې پرتې دي او په بهر کېورته يو مشکل او سخت ماحول جوړ شوی”.

پولېټ بيورو په دې متفق ده چې چين دې ارو مرو يو واضح او موثر اقتصادي نظم عملي کړي او ښکته پورته کېدونکی انتظام او پاليسيدې برابر کړي.

غونډه چې د چين صدر شي جېنپېنګ يې مشري کوله پرېکړه وکړه څنګه د هېواد دننه ضرورت فراخه کړل شي او د وخت مطابق د جايدادد کاروبار په اړه پاليسي جوړه شي.

په تېرو څو مياشتو کې مايوسه کونکي اقتصادي حالت خلک د چارواکو نه په غوښتنو مجبور کړي چې د مرستو د پاره ګامونه واخلي. د ایاېف پي د څېړونکو سره شوې مرکې ښايي چين دې کال په دويم درې مياشتني جاج کې د اقتصاد شرح 6.3% ښودلې چې د وړمبيدرې مياشتني جاج 7.1% په نسبت کمه شرح ده.

د تېر کال په نسبت چې ياد هېواد د کوېډ نايټين بيلا بيلو بندېزونو ځپلی او غټ ښارونه يې تړلي شوي وو دې کال هم د خراب اقتصاد سرهمخ دی چې سره د ټولو بندېزونو پورته کولو پس هم په اصل کې 0.8% پيداوار شوی چې د جنورۍ او مارچ په وړومبو درې مياشتې کېيې د پيداوار شرح 2.2% وه.

د ځوان کول د بېروزګارۍ شرح دې کال د تېر کال په نسبت د 20.8% نه بره تلې او تر جون پورې دا شرح 21.3% حساب شوې ده.

د جايداد کاروبار په بد حالت کې دی ځکه چې غټې کمپنيانې د کورونو جوړولو منصوبې سر ته نه شي رسولی او خلک په احتجاج سر دياو د قرضونو ورکولو نه انکار کوي.

د ملک مرکزي بينک پيپلز بينک تېره مياشت د سود شرح کمه کړې او چارواکو ژمنه کړې چې د جايداد د کاروباريانو مرسته به کوي خو دبيجينګ لخوا په عمل کې لا تر اوسه کوم کوټلي ګامونه پورته شوي نه دي.

اقتصاد پوه ليري هيو د غونډې په اړه ليکلي “د غونډې مخصوصه پرېکړې نه کولو ته کتنه نه بلکې د دې مشرانو د پاليسۍ په اړه وينا مهمهده”.

د پېن پواينټ ايسېټ مينېجمېنټ مشر اقتصاد پوه ژوي ژانګ وايي “حکومت د ښکته پورته کېدونکو پاليسيانو ذکر کړی خو د سږکالاقتصادي او مالي پاليسيانې د مخکې نه څه ډېرې بدل نه دي”.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG