لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جینا هسپل د سي ايي اې د نوې مشرې په توګه د تایید رایه ترلاسه کړه


جینا هسپل به لومړنۍ ښځه وي چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې (سي ايي اې) مشري کوي.

د امریکا سنېټ په ۵۴ موافقو او ۴۵ مخالفو رایو باندې جینا هسپل د سي ايي اې د مشرې په توګه تایید کړه او د هغې له جنجاله ډکې نوماندۍ ته یې د پای ټکی کېښود.

د جینا هسپل د نوماندۍ پرمهال سناتورانو د سې ايي اې لخوا د پلټنو د پخوانیو تګلارو یو ځل بیا ارزونه هم وکړه.

شپږو ډیموکراټانو د هسپل په پلوي رایه ورکړه خو دوو جمهوري غوښتونکو د سي ايي اې د پخواني مشر مایک پمپیو پرځای د هغې له ټاکل کېدو سره مخالفت کاوه.

پمپیو تېره میاشت د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له سنېټ څخه د تایید رایه ترلاسه کړې وه.

له اړکانسس څخه سناتور ټام کاټن وايي: ٫٫ پمپیو سي ايي اې په یو ښه شکل کې پرېښوده او مېرمن هسپل یو تکړه مرستیال وه. ددې ترڅنګ ډیرو لږو کسانو د سي ايي اې په دې وروستیو بریاو کې دومره ونډه درلوده لکه د اغلې هسپل په څېر. نوموړې په دې برخه کې د ۳۳ کالو تجربه لري.٬٬

خو د امریکا له ورمانټ ایالت څخه پېټرېک لیهې وايي: ٫٫ څه چې ما وپوښتل هغه زمونږ د هېواد د ارزښتونو په برخه کې د هغې د قضاوت او وفادارۍ په اړه وو. ټول خلک ځینې داسې حقوق لري چې هېڅوک یې ترې نشي اخیستلای او زمونږ په باور همدې ته انساني ارزښت او عزت وايي. دا ډول حقوق باید د غیر انساني تګلارو لکه شکنجه کولو له لیارې له یو چا وا نه اخیستل شي. ٬٬

د امریکا په سنېټ کې د جینا هسپل د تایید د رایې په غونډه کې هسپل په وار وار په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه چې ګنې د پلټنو سختې لارې چارې د اخلاقو له پلوه غلطې دي.

که څه هم ددې اونۍ په سر کې نوموړې په سنا کې له ورجینیا څخه د کمېټې جګ پوړي ډیموکراټ مارک واړنړ ته په یو لیک کې لیکلي و چې سي ايي اې باید د پلټنو پرمهال له بې عزته کونکو لارو چارو څخه کار وا نخلي.

واړنړ په یوې اعلامیه کې ویلي وه، هغه په دې باور دی چې که له هسپل څخه د ولسمشر لخوا د کوم غیر قانوني یا غیر اخلاقي کار لکه د شکنجه کولو په څېر څه وغوښتل شي نو هسپل به ورسره مخالفت وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG