لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خبریالانو او قانون پوهانو یوې ډلې د سي ايي ای په ضد مقدمه شروع کړې


د شکایت کونکو د وکیلانو د ډلې مشر قانون پوهه رچرډ رات وویل د امریکې ایین د امریکايي شهریانو هلې ځلې که دا د بهر ملکونو په سفارتونو کې هم وي، د امریکايي حکومت د لاس رسايې نه محفوظ ساتي
د شکایت کونکو د وکیلانو د ډلې مشر قانون پوهه رچرډ رات وویل د امریکې ایین د امریکايي شهریانو هلې ځلې که دا د بهر ملکونو په سفارتونو کې هم وي، د امریکايي حکومت د لاس رسايې نه محفوظ ساتي

د خبریالانو او قانون پوهانو یوې ډلې د امریکې استخباراتي ادارې سي ايي ای او د ادارې د پخواني مشر مایک پامپېیو په ضد د دې الزامات په سر مقدمه شروع کړې ده چې د خفیه معلوماتو افشا کونکي وېب پاڼې وکي لیکس باني جولین اسانج سره د دوی په ملاقات سي ايي ای جاسوسي کړې وه.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، دغو خبریالانو او قانون پوهانو عدالت ته خپل خواست کې ويلي اسانج سره د دوی په ملاقات د جاسوسۍ دلارې سي ايي ای د پامپېيو په مشرۍ د دوی د رازدارۍ خلاف ورزي کړه ده.

عدالت ته د سي ايي ای خلاف شکایت کونکو کې خبرایلا چارلز ګلاس او جان ګوېټز او وکیلان مارګرېټ کنسلر او ډېبرا هربېک شامل دي. دغو وکیلانو په مقدمو کې د اسانج نمایندګي هم کړې ده.

د شکایت کونکو د وکیلانو د ډلې مشر قانون پوهه رچرډ رات وویل د امریکې ایین د امریکايي شهریانو هلې ځلې که دا د بهر ملکونو په سفارتونو کې هم وي، د امریکايي حکومت د لاس رسايې نه محفوظ ساتي.

امریکايي خبریالانو او قانون پوهانو په لندن کې د اېکوېډور په سفارتخانه کې د اسانج سره لیدلي وو.

رویټرز په خپل رپورټ کې سي ايي ای د ادارې په ضد په مقدمه خبره نه ده کړې خو سي ايي ای اختیار نه لري چې د امریکايي شهریانو په اړه خفیه معلومات راټول کړي.

د رپورټ ترمخه ګڼ شمېر قانون سازان وايي سي ايي ای د امریکایانو د مواصلاتي رابطو په اړه د معلوماتو خفیه ذخیره ساتي.

د سي ايي ای او د پامپېیو په ضد مقدمه د ګل، دوشنبې، په ورځ د نیویارک په یو عدالت کې شروع کړی شوې ده.
جولین اسانج دا مهال په برطانیه کې دی او د یو برطانوي عدالت د دې فېصلې خلاف یې بالا عدالت ته خواست کړی دی چې هغه دې امریکې ته و نه سپارل شي.

اسانج امریکې ته د ۱۸ الزامات په لړ کې مطلوب دی چې پکې د جاسوسۍ الزامات هم شامل دي. د دې بنیاد هغه خفیه امریکايي پوځي او سفارتي دستاوېزات دي چې اسانج په خپله وکي لیکس وېب پاڼه شایع کړي دي. د هغه پلویان وايي هغه د اسټېبلېشمنټ یا د حکومت خلاف یو اتل دی او د افغانستان او عراق په جنګونو کې یې د امریکې د غلطو کارونه نه پرده اوچته کړې ده.

امریکايي مامورین په اسانج د جاسوسۍ کې د ککړتیا او امریکې د اتحادیانو ژوندونه د خطر سره د مخامخ کولو الزامات پورې کوي.

عدالت ته خپله مقدمه کې امریکايي خبریالانو او وکیلانو وويل چې اسانج سره د لیدلو نه مخکې دوی خپل الېکټرانک الات انډرکور ګلوبل اېس ایي نومې کمپنۍ ته وسپارل چې د اېکوېډور د سفارتخانې تحفظ یې کولو خو کمپنۍ دغه معلومات سي ايي ای ته ورکړل چې په دغه ورځو کې يې مشري پامپېیو کوله.

رویټرز وايي پامپېیو او انډرکور ګلوبل اېس ایي ته د دریځ معلومولو په لړ کې لاس رسی ونشو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG