لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ د امنیتي‌ اندېښنو په سر په چینايي ټک ټاک او وي چېټ بندیز ولګوو


د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د امنيت په خاطر د چين په دوه موباېل اېپليکېشنز يا اېپس باندې بنديز اعلان کړی.
صدر ټرمپ د يو صدارتي امر د لاندې امريکايي کمپنيانې د دوه چينيايي کمپنيو باېټ ډانس او ټېن سېنټ سره د هر قسمه کاروبار نه منې کړي. باېټ ډانس د چين ملټي نېشنل کمپني ده چې د ويډيوز مشهور اېپ ټک ټاک يې په ميلينونو کارونکي لري. هم دغسې د ټېن سېنټ مشهور اېپ وي چېټ دی چې په ميلينونو صارفين پرې د يو بل سره رابطې کوي.
په ټېک ټآک او وي چېټ دغه بنديز به په ۴۵ ورځو کې عملي کېږي.
هر څه که صدر ټرمپ دغه فېصله د صدارتي امر د لاندې کړې خو څيړونکي دا ګوري چې د صدر سره د قانون لاندې دغه اختيار شته او که نه.
په چينايي کمپنيو دغه بنديزونه په د اسې حال لګول شوي چې د صدر ټرمپ انتظاميه او د کانګرېس ځينې غړي د دغې اېپليکشنز لخوا د خلکو په ذاتي معلوماتو ټولولو اندېښنې ښودلي دي، ولې د دغې اندېښنو په اړه کوم قوي ثبوتونه لا نه دي موندل شوي.
دواړو کمپنيو د وړاندې نه ويلي دوي خپل معلومات د چين حکومت له نه ورکوي.
د موباېل د امنيت ماهر وېل سټرفېچ اېسوسيټډ خبري ادارې ته ويلي که ده ته په ټک ټاک کې د ذاتي معلوماتو د غلا په اړه تياره ښکارېدلې نو د ټولو نه لومړی به دې د خپل کور چت ته ختلی وی او په چغه به يې خلکو ته خبرداری ورکړی وې.
څيړونکي وايي امکان شته چې چين هم د امريکې دغې بنديزونو په ځواب کې ګامونه واخلي.
د امريکې خارجه وزير ماېک پمپيو هم د شورو په ورځ‌ ويلي‌وو امريکا به د امنيت په خاطر خپلو سټورونو له دا اجازت ورنه کړي چې د چين اېپس خرڅ کړي.
په نړيواله کچه په ميلنونو خلک د ټک ټاک او وي چېټ دغه چينايي اېپليکېشنز کاروي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG