لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مسجد الاقصا کې اسرایلي پولیس سره نښتو کې 152 فلسطینیان زخميان شوي دي


د اسرایلي وزیراعظم نفتالي بېنېټ ترجمان د ټوېټر دلارې وویل په سلګونو فلسطینیان پولیس نیولي دي
د اسرایلي وزیراعظم نفتالي بېنېټ ترجمان د ټوېټر دلارې وویل په سلګونو فلسطینیان پولیس نیولي دي

د مسجد الاقصا په انګڼ کې د جمعې په ورځ د اسرایلي پولیس سره نښنو کې 152 فلسطینیان زخمیان شوي دي او رویټرز خبري اداره وايي دا اړی ګړی په داسې حال کې شوی چې په ورستیو ورځو کې په اسرایل کې د تشدد یو شمېر پېښې شوي او ویره ده چې دا تاوتریخوالی به په پراخه کچه تشدد کې بدل شي.

رویټرز خبري ادارې د فلسطیني سره صلیب له قوله وویل چې زیاتره فلسطینیان د ربړ په ګولو (مرمیو) او د پولیس په کوتکو زخمیان شوي دي.

رویټرز وايي مسجدالاقصا د تېرو څو نسلونو راهسې د اسرایل او فلسطینیانو د شخړې تر ټولو حساس مقام دی او د یروشلم ښار چاپېره د دیوال دننه دغه پخوانۍ برخه کې نښتې اکثر په لوی جنګ کې بدلې شي لکه تېر کال چې فلسطین په غزه کې جګړه. د رپورټ ترمخه د مسجدالاقصا اڼګړ د کال 1967 په جنګ کې نیولی دی او یهودیانو او مسلمانانو دپاره مقدس مقام دی، یهودیان یې د ټېمپل ماونټ یا جبل المعبد بولي او مسلمانان ورته الحرم الشریف هم وايي.

د رویټرز ترمخه د جمعې په ورځ په مسجد الاقصا کې د نښتو په اړه اسرایلي پولیس په خپل بیان کې وویل په سلګونو فلسطینیانو د سحر د لمونځ نه پس پولیس او د یهودیانو د عبادت دپاره مخصوص ځای وېسټرن وال یا الحایط الغربي په کاڼو او د اتش بازۍ په ګولې وویشتلو.

د دې ورسته پولیس انګڼ ته ورننوتل چې ګڼه ګوڼه منتشر کړي او نور عبادت کونکي په امن بهر راوباسي. بیان ووېل درې پولیس هم زخمیان شوي دي.

د اسرایلي وزیراعظم نفتالي بېنېټ ترجمان د ټوېټر دلارې وویل په سلګونو فلسطینیان پولیس نیولي دي.

اسرایلي وزیراعظم وویل امنیتي ځواکونه تیار دي چې په اسرایل او په جبل المعبد امن او امان بحال کړي.

فلسطیني خارجه وزارت وویل اسرایل د مسجد الاقصا په انګڼ کې د تشدد او د دې د نتیجو ذمه وار دی.

د فلسطيني ادارې صدر محمود عباس ترجمان نبیل ابو رودېنه وویل پکار ده چې نړیواله ټولنه په سمدستي ډول مداخلت وکړي او د هغه په قول د مسجد الاقصا په ضد د اسرایل د جارحیت مخه ونیسي چې حالات د قابو نه بهر نشي.

د رویټرز ترمخه د اردن شاهي کورنۍ الهاشمیه چې په مشرقي یروشلم کې د عیسايانو او مسلمانانو د مقدس مقاماتو نګراني په غاړه لري، وویل اسرایلي پولیس په مسجد الاقصا یرغل کړی چې یوه سرغړونه ده.

د 1994 د امن معاهدې دلاندې اسرایل د اردن دا ذمه واري منلي چې مسجدالاقصا نګراني وکړي خو د رویټرزې ترمخه د دغه ځای د عمومي امنیت ذمه واري د اسرایل په لاسو کې ده. په منځني ځتیځ کې امن دپاره د ملګرو ملتونو خصوصي استازي تور وېنزلېنډ په ټولو فریقېنو غږ وکړو چې حالات دې خرابېدو نه نه ورکوي، شعله بیاني دې نه کوي او د هغو عناصرو دې مخنیوی وکړی شي چې تاوتریخوالی زیاتول غواړي.

په اسرایل کې ورستی تاوتریخوالی د روژې په میاشت کې زیات شوی.

د رویټرز ترمخه تېرکال مشریقي یروشلم نه د فلسطینیانو د بې دخله کېدو د خطر او په مسجد الاقصا د پولیس د چاپو په نتیجه کې د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ په غزه کې 11 ورځې جنګ وشو چې پکې 250 فلسطینیان او 13 کسان په اسرایل کې ووژل شوو.

د تېرې میاشت راهسې په اسرایلي ښارونو کې د فلسطینیانو په حملو کې د 14 اسرایلیانو د وژل کېدو وروسته په وېسټ بېنک کې اسرایلي ځواکونو 29 فلسطینیان وژلي دي.

د رویټرز ترمخه، اسرایل ټول یروشلم خپل دارالحکومت بولي او فلسطینیان د ښار مشرقي برخه د خپل اینده ریاست سرښار ګڼي چې پکې د مسلمانانو، یهودیانو او عیسایانو مقدس مقامات شامل دي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG