لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې د کولمبس ډی یا د کولمبس ورځ ونمانځل شوه

د وي او ای رپورټ وايي مقامي امریکایان او نورې ډلې د ډیر وخت راهسې د کولمبس ډی د لمانځلو مخالفت کوي ځکه د رپورټ ترمخه دا ورځ په روایتي توګه هغه مرګونه، تباهي او مرضونه نظرانداز کوي چې د کولمبس او د هغه د عملې راتګ سره امریکې ته راغلي وو

امریکا کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د کولمبس ډی یا د کولمبس ورځ ولمانځل شوه چې د اټلې مهم جو کرسټوفر کولمبس په یاد کې لمانځل کېږي. هغه امریکا دریافت کړې وه.

د تېر کال په څېر سږ کال هم صدر بایډن په یوه اعلامیه کې د ګل، دوشنبې، ورځ د انډېجېنس پیيلز ډی یا د مقامي خلکو ورځ وبلله.

د صدر بایډن په اعلامیه کې دا ورځ وفاقي رخصت نه دی ټاکل شوی خو په اعلامیه کې وېل شوي چې د کولمبس ډی په څېر به د مقامي خلکو ورځ د اکتوبر د میاشت په دویم ګل، دوشنبه، لمانځل کېږي.

د کولمبس ډي په موقع د امریکې د وفاقي حکومت رخصت وي.

د تېر کال په څېر سږ کال هم صدر بایډن په یوه اعلامیه کې د ګل، دوشنبې، ورځ د انډېجېنس پیيلز ډی یا د مقامي خلکو ورځ وبلله
د تېر کال په څېر سږ کال هم صدر بایډن په یوه اعلامیه کې د ګل، دوشنبې، ورځ د انډېجېنس پیيلز ډی یا د مقامي خلکو ورځ وبلله

د وي او ای رپورټ وايي مقامي امریکایان او نورې ډلې د ډیر وخت راهسې د کولمبس ډی د لمانځلو مخالفت کوي ځکه د رپورټ ترمخه دا ورځ په روایتي توګه هغه مرګونه، تباهي او مرضونه نظرانداز کوي چې د کولمبس او د هغه د عملې راتګ سره امریکې ته راغلي وو.

د وي او ای رپورټ وایي دا خبره په ورو ورو مقبولیت ترلاسه کوي چې د هغو امریکایانو ثقافت دې ولمانځل شي چې د کولمبس د راتګ نه وړاندې د رزګونو کلونو راهسې په امریکا کې اباد وو. رپورټ وايي د دولس نه زیات ریاستونه او ګڼ شمېر ښارونه د اکتوبر د میاشت د دویم ګل، دوشنبې، ورځ د مقامي امریکایانو خدمات تسلیموي.

خو کولمبس ډی او هم په رسمي ډول په کېلېنډر په رسمي ډول موجود ده او ګڼ شمېر امریکیان به يې د کرسټوفر کولمبس ته پېرزونې وړاندې کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG