د نیوزي لینډ د کرایسټ چرچ په یو جماعت کې د شوې خونړۍ حملې منظرونه نیغ په نیغه په ټولنيزو رسنیو د خپریدلو په سرد فیس بک او گوگل نمائندگانو د امرېکې کانگریس ته ويلي دي چې دوي د وینا د اذادۍ تر څنگ دا خبره هم یقيني کوي چې د تندروو سپين پوستو نسل پرستو د کرکې ډکې ویناگانې وڅارل شي.
څه موده مخکې د سپين پوستو نسل پرستو نظریاتو مننونکي تن په یو جماعت کړې حمله په ټولڼيزو رسنیو خپره کړې وه. د ډیمو کریټس نماینده جیرالډ ناډلر وايي:
" په نړیوال کچ د تیزو رابطو په زمانه کې نسل پرست سپين پوستکي په ټولنو او په مذهبي لږکیو د ټولڼيزو رسنیو د لارې حملې کوي"
د کال 2007 راهسې ښي اړخو تندرو په ټول هیواد کې حملې کړي دي
خو وس دا ستونزه نړیواله ده او په نيوزي لینډ کې د حملې په ټولنيزو رسنیو خپریدلو یو غټ چیلنج جوړ کړی دی
د فیس بک د اولسي تگ لارې مشر نيل پوټس وايي:
"مونږ ددغه پېښې ورستو 1.2 میلنه ویډیو گانې نیولي دي او ډېر په چټکتیا سره یواځې په 24 گینټو کې مو درې لکه نورې ویډیو گانې ختمې کړې وې"
د اولسي قتل عام د ویډیو لرې کولو تگ لاره سپينه ده. خو د دوه بیلینه خلقو د اظهار د آزدۍ څارنه اسانه نه ده.
د گوگل قانوني مشیر الیکزینډر والډن وايي:
"په خبرو کې اکثره د کرکې ډکې ویناگانې لیدل ښکاري نه ، او د تر هگرو د ښکاره پرچار په شان ددې معلومول گران وي. دا یو مشکل کار دی چې په داسې ویناگانو کې توپير وشي چې د سیاسي پېغام سره پکې د کرکې خبرې هم گډې شوي وي"
د ټولنيزو رسنیو ادارو ته په دې د خپرو شوو څیزنو د مقصد یا پیغام په لړ کې قانوني تحفظ وي.
د کیټو انسټي ټیوټ میهتیو فيني وايي:
"په انټرنیټ چې مونږ څه وینو دغه د قانون لاندې کیږي. کوم څیزونه چې خلق خوښوي دهغې ټولو لرې کول به زما په اند په اولس ډیره بده اغیزه ولري. او که چري په قانون کې بدلون وشي او فیس بک، ټویټر او یوټیوب د هغه څه لپاره زموار وگڼل شي چې خلقو خپاره کړي وي نو بیا به د ټنونو په حساب سره د خلقو خپاره کړي مواد ختمول غواړي"
د سپين پوستو نسل پرستو نظریاتو ته په فیس بک ځای نه ورکړی کیږي او وس د دوي په ضد تگ لاره نوره سخته شوې ده
د فیس بک د اولسي تگ لارې مشر نيل پوټس وايي:
"مونږ د سپين پوستو نسل پرستو، بیلتون خوښو د موجودگۍ او د موادو د نيولو لپاره تگ لاره نوره سخته کړې ده، او ددې د مخ نيوي هر لاره چاره کوو. مونږ د برترۍ د احساس نه ډکو موادو ته داسې گورو چې دا په عمومي کچه تشدد راپاروي"
د ډیمو کریټس گوند غړي وايي چې په کال 2017 کې د شارلیټسویل د خونړۍ پېښې ورستو د صدر ټرمپ ویناگانو د کرکې نه ډکو خیالات ته وده ورکړه.
صدر ټرمپ دغه نقطه ردوي خود خطرې خبره دا ده چې د هیواد د قانون نافذ کونکې ادارې یو لوړ رتبه چارواکي یواځې یوه اونۍ وړاندې د سپين پوستو اوچت والی ومنلو
د وفاقي تحقیقاتي ادارې ډایریکټر کریسټوفر واری وايي:
"مونږ دې ته د یو مسقل خپریدونکي خطر په توگه گورو"