لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین وايي د کرونا وایرس نه د مړو شمېره ۲۱۳ ته رسېدلې


چین وايي د کرونا وایرس له کبله تراوسه پورې د ۲۱۳ کسان مړه او ۱۰ زرو پورې نور په دغه وایرس اخته شوي.

د صحت نړیوالې ادارې تېره ورځ د کرونا وایرس خورېدل د ټولې نړۍ د صحت لپاره ایمرجنسي یا بېړنی حالت ګرځولی او ویلي چې د کرونا وایر مخنیوي لپاره د نړۍ یو منظم ځواب ضرورت دی.

د کرونا وایرس نښې څه دي؟

د بي بي سي خبري ادارې د یو رپورټ ترمخه کرونا انفیکشن معلومول او مخه نیول یو ګران کار دی ځکه چې خواشاه په پنځه کې یو تن د کرونا وایرس د سختو علامتونو سره مخ کیږي چې له وجې یې د انفیکشن د علامتونو ښکاره کېدو بغیر خلک دغه وایرس خورولی شي.

د امریکې د ناروغو د مخنیوي مرکز یو ډاکټره، نینسي میسونیر وايي د عام زکام یا یخنۍ او کرونا وایرس علامتونه یو شان دي خو د کرونا وایرس لګیدو خطره هغه خلکو ته زیاته ده چې د چین هوبی صوبې ته یې پخپله سفر کړی وي او یا د هغه خلکو سره نزدې پاتې شوي وي چې د چین هوبې صوبې ته تلي وي.

کرونا وایرس تراوسه کومو ملکونو ته خور شوی؟

برطانیې د جمعې په ورځ د کرونا وایرس نه اغیزمند دوه کسانو پخلی کړی. د برطانیې د صحت مشر ډاکټر کریس ویټي ویلي دواړه اغېزمند کسان د یو کورنۍ سره تعلق لري او دا چې د ملک قامي صحت اداره د دغه تنانو خصوصي علاج کوي.

هندوستان او فلپین هم په خپلو ملکونو کې د کرونا وایرس پخلی کړی. ددې وړاندې آسټریلیا، کینیډا، فن لینډ، جرمني، هانګ کانګ، جاپان، نیپال، سنګاپور، سویلي کوریا، تهايي لینډ، متحده عرب امارات او ویتنام د کرونا وایرس تصدیق کړی وو.

د کرونا وایرس ترټولو اول د چین په ووهان کې راغلی وو چرته چې ددې وایرس نه ترټولو زیات خلک اغېزمند شوي. د کرونا وایرس له وجې ووهان ښار ډېر زیات اغېزمند شوی. چیناي چارواکو د کرونا وایرس نه اغېزمند ښارونو کې خلکو ته ویلي چې په خپلو کورونو کې دننه پاتې شي.

دغلته د عامو خلکو د تګ راتګ ګاډې ودرولی شوي. د چین د صحت قامي کمېشن ویاند مي فینګ د جمعې په ورځ ویلي حکومت یې د دغه وبا کنټرول کولو ته ډېر زیات اهمیت ورکړی او ددې کنټرول کولو لپاره یې سخت ګامونه پورته کړي. نوموړي ویلي د سیمه ییز او نړیوال صحت او د خلکو تحفظ لپاره به د نورو ملکونو سره همکاري کوي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د خپل ملک په خلکو غږ کړی چې د چین سفر نه کوي.

د رویټرز ترمخه د امریکې د بهرنيو چارو وزارت خپلو وګړو ته د چين د سفر نه کولو ترڅنګ د عراق او افغانستان د سفر نه کولو لارښوونه هم کړې ده.

د چين ووهان ښار چې کرونا وايرس تر ټولو زيات اغېزمن کړی د دغه ښار څخه د پاکستان زده کوونکو وي او ای ډيوه ته د ټيليفون د لارې ويلي دوی په ويره کې دي او د خپل حکومت په تمه دي چې د چین څخه يې اوباسي.

رپورټونه وايي کرونا وایرس که یوې خوا ته د چین ګڼ شمېر خلک مړه کړل او زرګونه یې اغېزمن کړل خو وایي د دې هېواد په اقتصاد یې هم بدې اغېزې کړي ځکه چې وایي له نړۍ سره یې د تاجرانو تجارتي اړیکي پرې شوي او کرنسي یوآن یې هم را غورځېدلی دی.

که څه هم چینایي چارواکي او رسنۍ وخت په وخت له کرونا وایرسه د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر خپروي، خو ځینې روغتیایي څېړونکي اندېښنه څرګندوي او وایي چې د دې وایرس له کبله د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر تر سرکاري شمېر څو چنده زیات دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG