د چین په هوبي صوبه کې د صحت چارواکو پخلی کړی وو چې د خالي د ورځې پورځ په چین کې د کرونا وایرس د لاسه د مړو شوو تنانو شمیره ۳۰۴ ته رسیدلی او د دغه وایرس نه متاثره کسانو شمیره د ۱۴۰۰۰ نه سېوا شوې ده.
د چین هوبي صوبه د کرونا وایرس نه تر ټولو زیاته اغیزمنه سیمه ده چرته چې دغه وایرس لکه د وبا خور شوی.
د دغه صوبې ووهان ښار د تیرو څو هفتو یا اونیو راهڅې په مکمله توګه تړل شوی. د اتوار په ورځ چینايي چارواکو وینژو ښار هم تړلی یا لاک ډاون کړی. دغه ښار د ووهان نه ۸۰۰ کلومیټره لرې پروت دی.
په فلپاېن کې د اتوار په ورځ د کرونا واېرس د لاسه د یو تن د مرګ وروسته د چین نه بهر دا په نړۍ کې لومړۍ پېښه ده چې پکې یو متاثره تن د کرونا وایرس د لاسه ژوند باېللی.
د رپورټونو تر مخه د ووهان ښار اوسیدونکو دا خبره کړې چې د دغه وایرس په اړه لومړي معلومات پټ ساتل شوي وو. او ګڼ شمیر کسان چې پکې ډاکټران هم شامل وو چې د دغه وایرس په اړه يې د دسمبر په میاشت کې خبرې کولې، د حکومت لخوا ویرول شوي وو او ځنې پکې نیول شوي هم وو.
د وي او ای چینايي څانګې سره د خبرو اترو په وخت په ووهان کې ژوند کونکې یوې امریکايي میرمنې چې غوښتل يې په خپل دویمه نامه فلورا فونا یاده کړی شي ویلي ٫٫ په چین کې د دغه وایرس په اړه ګنګوسې د وړاندې نه په انټرنېټ خپرې وې.٬٬
فلورا فونا ویلي ٫٫ د دغې په ځواب کې د ښار حکومت پولیس د هغه خلکو نیولو لپاره ولیګل چا چې به دغه معلومات خپرول.٬٬
په چین کې د کرونا واېرس د خوریدو وروسته یو شمیر هیوادونو د چین او په خاصه توګه د ووهان نه خپلو خلکو ویستو لپاره ځانګړي جهازونه لیګلي او خپل خلک يې قرنطین کړي یا په ځانګړي ځایونو کې د دوو اونیو لپاره ساتلي. د خالي په ورځ اسټریلیا، جاپان او سنګاپور اعلان کړی وو چې د چین نه دغه هیوادونو ته سفر کونکو باندې به مکمل بندیز لګوي.
هم د کرونا وایرس د ویرو د لاسه امریکا هم دغه شان اعلان کړی او امریکا په ګرد هیواد کې بیړنی حالت یا اېمرجنسي اعلان کړې. هم دغه شان بندیزونهاسرایل، ملایشیا، منګولیا او فلپاېن هم اعلان کړي.
تاېیون هم د خالي په ورځ د چین په اړه سفري بندیزونه وروسته د هغې اعلان کړل کله چې د چین حکومت د کرونا وایرس د لاسه د مرګونو او متاثره خلکو تازه شمیرې اعلان کړې. تاېیوان د اتوار یا یکشنبې د ورځې نه د چین سوېل ختیځې ساحلي سیمې نه دغه هیواد ته تلونکي خلکو په ورتګ بندیز لګولی دی. تاېیوان اعلان کړی چې کوم خلک چین ته تللي وي او بیرته دغه هیواد ته راستنیږي هغوي به د ۱۴ ورځو پورې قرنطین کوي.