لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا وایرس پرضد دې نړۍ په ګډه کار وکړي:‌ انتونیو ګوټیرس


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټیرس په نړۍ غږ کړی چې چې کرونا پرضد مبارزه کې دې ټول د یو بل سره مرسته وکړي ګنې دغه وایرس به ټولو به ماتې ورکړي.‌

انتونیو ګوټیرس د جمعې په ورځ د پي‌ بي‌ اېس ټي وي‌ سره په یوه مرکه کې ویره څرګند کړې که چرې دغه وایرس افریقايي‌ هوادونو ته ورسیدو نو په میلینونو خلک به ترې مړه شي.‌

نوموړي ویلي ٫٫ افریقا یوه داسې سیمه ده چې د داسې حالاتو مقابلې لپاره وساېل نه لري.٬٬ هم تیره ورځ ملګرو ملتونو اعلان کړی په ګرده نړۍ کې ددوي ۸۶ کارکونکي‌ کرونا وایرس وهلي.

په داسې حال چې په نړۍ کې د کرونا وایرس د ناروغانو او د دغې نه د مرګونو شمیره ورځ‌ تر بله سېوا کیږي،‌ چین او جنوبي کوریا د کرونا وایرس باندې تر ډیره حده قابو موندلې او د چین ووهان ښار چرته نه چې د کرونا وبايي مرض خور شوې وو بیرته پرانستلې شوی.

دا وخت ټوله نړۍ کې د شپږ لکه نه زیات کسان په کرونا مرض اخته شوي او تروسه پورې د دغه مرض د لاسه ۲۷۸۶۲ کسان مړه شوي‌ دي. د امریکا جان هپکنز یونیورسټۍ معلوماتو ترمخه په ټول نړۍ کې تقریبا ۱۳۰۰۰۰ د کرونا مریضان بیرته روغ شوي‌ هم دي.

دا ریټرز خبري‌ ایجنسۍ تر مخه د چین ووهان ښار د دوه میاشتو د لاک ډاون یا د تړلو وروسته بیرته پرانستلې شوې دی. او د ښار میټرو یا ریل ګاړي‌ بیا روان شوي‌ دي. رپورټ لیکلي‌ د ووهان ښار ځينې پولې د تګ راتګ لپاره خلاصې کړلې شوي‌ دي او دغه ښار کې ژوند اثر لیدلې کیږي.

د ووهان ښار نه خور شوې کرونا وایرس چې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ یې د چین وایرس په نوم یاده وي ټوله نړۍ ۱۷۷ هیوادنه اغیزمند کړي‌ او د نوي‌ ناروغانو شمیره ورځ تر بله زیاتیږي.

‌ دا وخت امریکا کې د ټولو نه زیات یعنې ۱۰۴۸۳۷ کسانو کې د کرونا وایرس موندلې شوې دی خو زیات مرګونه په اټلي‌ کې شوي‌ دي‌، هلته د مړو شمیر ۹۱۳۴ ته رسیدلي ده کوم چې د چین په مقابله کې دوه چند زیاته ده. په چین کې د کرونا وایرس دلاسه ۳۲۹۱ کسان مړه شوي وو.

د اټلي‌ نه وروسته په دویم نمبر زیات مرګونه په سپین کې شوي‌ دي‌ او دغه شمیره ۵۱۳۸ ته رسیدلي‌، پدغه هیواد کې ۶۵ زره نه زیات کسانو کې د کرونا وایرس موندلې شوی دې.

ایران کې د کرونا وایرس دلاسه د مړو شمیره ۲۳۷۸ ته رسیدلي‌ ده او ۳۲ زره نه زیات کسانو کې کرونا وایرس موندلې شوې دی.

په نړۍ کې د کرونا علاج لا ندې موندلې شوې او د صحت کارپوهان هڅه کوي‌ چې د کرونا وایرس مخنیوي‌ لپاره ویکسین تیار کړي. خو بیا ځينې خلک د پخپل سره مختلف ټوټکې استعماله وي‌ چې اکثره مریضان بیا خپل ژوند په خطره کې اچوي.

ایراني‌ مطبوعات وايي‌ د کرونا علاج په غرض څښل شویو زهر جنو شرابو دلاسه پدغه هیواد کې ۴۸۰ کسان مړه شوي‌ او دوه نیم زره نه زیات نور ناروغه شوي‌ دي.

د جان هپکنز یونیورسټۍ ترمخه امریکا کې ۱۷۰۰ نه زیات کسان د کرونا وایرس دلاسه مړه شوي‌ دي‌. او د ټولو نه زیات نیویارک ریاست ځپلې شوی.

د نيويارک ګورنر اندريو کومو د جمعې په ورځ ويلي چې تر دې دمه ۵۱۹ کسان مړه شوي او تر شپږ نيمو زرو په هسپتالونو کې د درملنې لاندې دي.

د نيويارک ګورنر کومو ويلي چې يواځې د جمعې په ورځ د اووه زره نه زياتو کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

د نيويارک ښاروال ډي بلاسيو د امريکايي صدر ډونلډ ټرمپ هغه دعوی د "دروغو هيله" ګرځولې چې ګنې تر دولسم اپرېل به دا وبا ختمه شي. د جمعې په ورځ نوموړي ويلي چې دوي تيار دي چې د مۍ میاشت پورې د دغه ریاست اته مليونه اوسېدونکي په خپلو کورونو کې وساتي.

  • 16x9 Image

    عدنان رشید

    عدنان رشید په واشنګټن کې د وي او اې ډیوه سره د ملټي میډیا خبریال دې. د کال ۲۰۰۵م راهسې پاکستاني او د نړیوال مطبوعاتو سره د خبریالې تجره لري، او په دغه لړ کې یې دویچه ویله اکیډمي جرمني، انټرنیشنل سنټر فار جرنلسټ  او د وتلي خبریال ډینیل پرل جایزې یې هم ګټلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG