لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبر مېډيکل پوهنتون څیړنه: کرونا وايرس یو تن یو ځل نه زیات ځل ناروغه کولې شي


د پېښور خېبر مېډيکل پوهنتون کې د هېواد په کچه په اول ځل ترسره کړل شوې څېړنه کې دا معلومه کړې شوي ده چې کرونا وايرس بار بار يو تن ناروغه کولې شي. د ادارې چارواکي وايي په تحيقيق کې کارولې شوي د کرونا نه متاثره تن اړونده ټسټونه او ايکسرې يې د صحت قامي ادارې يا نېشنل انسټيوټ اف هېلته او شفا هسپتال هم تائيد کړي دي.

بلخوا د پنجاب حکومت لخوا ترسره کړل شوې تحقيق کې دا خبره مخې ته راغلې چې کرونا وايرس ځوانان زيات اغېزمن کولی شي، د صحت چارو پوهان وايي چې ځوانانو ته زيات احتياط نه کار ځکه اخيستل پکار دي چې د دوی زيات باهر ګرځېدو له امله دغه وايرس کور کې موجود مشران او زنانه هم اغېزمن کولې شي.

د کرونا وايرس يو متاثره تن د رغېدو وروسته دوباره هم ناروغه کولې شي په دې اړه ترسره کړې شوي څېړنې په اړه د پېښور خېبر مېډيکل پوهنتون مشر یاوايس چانسلر او د دغه تحقيق څېړونکې ډاکټر ضيا الحق وي او ای ډيوه ته وويل په ړومبي ځل په پاکستان کې دا خبره مالومه کړل شوه چې کرونا وايرس څو مياشتې ورورسته هم د يادې بيمارۍ نه ښه شوې تن دوباره ناروغه کولې شي.

ډاکټر ضيا الحق وایي : " د دې څېړنې په اړه نمونې مونږه په اين ايي ايچ يعني نيشنل انسټيټوټ اف هېلته او شفا انټرنشنل هسپتال نه تاييد کړي دي او هم دغه شان د هغه تن د سينې اېکسرې هم، او بيا د دغې هر څه نه پس مونږه په دې نتېجه رسېدلي يو چې دې کس ته بيا انفېکشن شوې يا ورته بيماري لګېدلې ده او دا کرونا چې يو ځل وشي نو دوباره هم کېدلې شي".

ډاکټر ضيا الحق زیاتوي چې څېړنا يې په داسې تن کړې چې هغه کې د کرونا بيمارۍ علامات وو او د جون په شپږمه نېټه د هغه ټېسټ هم مثبت راغلې و خو د 15ورځو تېرېدو وروسته هغه صحت مند شو او کرونا ټېسټ يې صفا رغلو ولې څو مياشتو پس هغه دوباره د کرونا له وجې ناروغه شو او د علاماتو ښکاره کېدو ترڅنګ ټېسټ يې هم مثبت راغلو.

" او بيا په 31 اکتوبر د ته دا علامات شروع شول او ټېسټ چې وشو نو په يکم نومبر د د ټېسټ دوباره مثبت راغلې نو د دې سره مونږه ته دا پته ولګېده چې دا څه مدافعتي قوت خو جوړه وي خو څه مياشتې پس دغه مدافعتي قوت کم شي او وايرس ولګي، نو دا په ټوله دنيا کي 14 کسانو کې دا ټسټونه شوي دي او پاکستان کې دا اول ځل مونږه ډاکومنټ کړو"

بلخوا د پنجاب حکومت لخوا ترسره کړې شوې څېړنه کې دا خبره مخې ته راغلې چې کرونا وايرس زياتره ځوان تنان ناروغه کوي۔ په دې اړه د خېبر مېډيکل پوهنتون ډاکټر خالد الرحمان وي او ای ډيوه ته وويل ځوانان زيات وخت د کوره باهر تېرا وي او هغه ومره احتياط نه کار هم نه اخلي څومره چې مشران د دې خبرو خيال ساتي ځکه کرونا وايرس دوی زيات ناروغه کولې شي.

" داسې ډېټا مونږه ته راځي چې کوم د 30 تر 45 عمر واله تنان دي او بيا په دوهم نمبر 15 نه تر 30 کالو عمر واله کوم ځوانان دي هغه زيات د کرونا وايرس نه متاثره کېږي، نو دا اوس ډېر مهم دي چې کوم ځوانان دې دوی په احتياطي تدبيرونو زيات عمل وکړي. بله خبره دا چې کله دوی ته دا وايرس ولګي نو دوي دا کورونو ته وړلې شي او خپل مشران پرې هم متاثره کولې شي"۔

طبي ماهرين وايي بايد خلک د کرونا وايرس مخنيوي د پاره په وضع کړل شوي ايس او پيز يا سپارښتنو چې په کې ماسک اچول، بار بار لاس وينځل، سماجي فاصله ساتل او د ګڼړه نه جوړولو باندې ضرور عمل کوي.

په پاکستان کې د صحت قامي ادارې د شمېرو ترمخه د جولائي د مياشتې نه راپه دېخوا د جمعې په ورځ تر ټولو زياتې څه د پاسه 2300 مثبت پېښې رېکارډ شوې او دغې دوران 37 تنانو د ياد رنځ له امله ژوند د لاسه ورکړې دی. د يادې ادارې شمېرې ښايي د هېواد په کچه تېرو 24 ساعتو کې يعني د خالي په ورځ څه د پاسه 2100 نور تنان د کرونا وايرس نه ناروغه شوي او دغه دوران 17 تنانو د ياد رنځ له امله ژوند د لاسه ورکړې دي. د صحت قامي اداره وايي په پاکستان کې د کرونا وایرس د ناروغه تنانو شميره 3 لکه، 54 زره او څه د پاسه 400 ته رسيدلې ده او تر دې دمه7109 کسان تری نه مړه شوي دي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG