لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برطانيې د نوي باچا تاج پوشي د خالي په ورځ کېږي


د څلور اوویا کلن چارلز په سر چې کله ۳۶۰ کاله زوړ د سېنټ اېډورډز نومې تاج کښېښودل شي نو د عمر په لحاظ به هغه تر ټولو سپین ږېری باچا وي
د څلور اوویا کلن چارلز په سر چې کله ۳۶۰ کاله زوړ د سېنټ اېډورډز نومې تاج کښېښودل شي نو د عمر په لحاظ به هغه تر ټولو سپین ږېری باچا وي

د برطانیې د نوي باچا چارلز دریم د تاج پوشۍ دستورې د خالي، شنبې، په ورځ په لندن کې کېدونکي دي.

چارلز د مور ملکه الزبت د مرګ نه پس تک نشین شوی خو د تاج پوشۍ رسمي دستورې یې د می د میاشت په شپږمه نېټه ترسره کېږي.

د روېترز خبري ادارې ترمخه د برطانیې د شاهي کورنۍ چې یو زر کاله تاریخ لری، په تېرو اوویاو کلونو کې په لومړي ځل د تاج پوشۍ تقریب او په بادشاهت کې بدلون کېږي.

د څلور اوویا کلن چارلز په سر چې کله ۳۶۰ کاله زوړ د سېنټ اېډورډز نومې تاج کښېښودل شي نو د عمر په لحاظ به هغه تر ټولو سپین ږېری باچا وي.

د تاچ پوشۍ په دستوره کې د امریکې د صدر جوبایډن ښځه جېل بایډن هم قریباً د یو سل نورو ملکونو مشرانو او اهمو شخصیاتو ترڅنګ شرکت کوي.

د چارلز مېرمن، ۷۵ کلنه کامېلا، به د ملکې په څېر تاج په سروي
د چارلز مېرمن، ۷۵ کلنه کامېلا، به د ملکې په څېر تاج په سروي

د چارلز مېرمن، ۷۵ کلنه کامېلا، به د ملکې په څېر تاج په سروي.

د چارلز لومړۍ مېرمن لېډي ډایانه وه چې په نړیواله کچه یې شهرت لرلو او په لندن کې د موتړ په حادثه کې مړه شوې ده.

د برطانیې هندي نژاد وزیراعظم رشي سونک ویلي د تاج پوشۍ دپاره بل ملک د برطانیې نه زیاتې درنې دستورې او مېلې نه شي کولی.

روېټرز خبري اداره وايي د سونک د جذباتو برعکس د برطانیې د نوي باچا د تاج پوشۍ دستوره په داسې حال کې کېږي چې په ملک کې ګراني زیاته شوې او په عامه کچه او په خصوصي ځوانان بادشاهت او د بادشاهت په پالنه د مالي لګښتونو په اړه پوښتنې راپورته کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG