لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت د علي وزير د ضمانت په خواست اورېدنه بيا وځنډوله


له دې وړاندې د دې مقدمې اورېدنه په 29 ستمبر شوې او د علي وزیر وکیل شعېب سدوزۍ هغه وخت وي او اې ډیوه ته ويلي وو سرکاري وکیل عدالت ته ویلي وو، چې د مقدمې تياري یې نه ده کړې ځکه د عدالت نه يې وخت غوښتی او عدالت بيا د ننۍ نېټې درېم اکتوبر پورې وخت ورکړی وو
له دې وړاندې د دې مقدمې اورېدنه په 29 ستمبر شوې او د علي وزیر وکیل شعېب سدوزۍ هغه وخت وي او اې ډیوه ته ويلي وو سرکاري وکیل عدالت ته ویلي وو، چې د مقدمې تياري یې نه ده کړې ځکه د عدالت نه يې وخت غوښتی او عدالت بيا د ننۍ نېټې درېم اکتوبر پورې وخت ورکړی وو

د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزير پرضد د شمالي وزيرستان په میرانشا کې جوړه مقدمه کې د ضمانت په خواست اورېدنه د ګل/ دوشنبې په ورځ [درېم اکتوبر] په بنو کې د پېښور هايکورټ په رجسټرۍ کې وشوه، او د وکیل په وېنا عدالت د څه قسمه کارروايۍ بغېر اورېدنه وځنډوله.

له دې وړاندې د دې مقدمې اورېدنه په 29 ستمبر شوې او د علي وزیر وکیل شعېب سدوزۍ هغه وخت وي او اې ډیوه ته ويلي وو سرکاري وکیل عدالت ته ویلي وو، چې د مقدمې تياري یې نه ده کړې ځکه د عدالت نه يې وخت غوښتی او عدالت بيا د ننۍ نېټې درېم اکتوبر پورې وخت ورکړی وو.

سدوزۍ وي او اې ډیوه ته وویل، "په اورېدنه کې هيڅ کارروايي ونه شوه او وځنډول شوه عدالت به پکې اوس بل تاريخ ورکوي".

علي وزير د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی او په کراچۍ کې پرې څلور مقدمې چلېدلي چې په څلورو واړو کې يې عدالتونو ضمانتونه منظور کړي دي.

علي وزير ته په کراچۍ کې په وروستۍ مقدمه کې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد 12نمبر عدالت په 13 ستمبر د ضمانت منظوري ورکړې وه.

د علي وزير د ضمانت په خواست چې اوس کومه اورېدنه روان ده دا مقدمه د نوموړي پرضد د کال 2020 د نومبر په 15 نېټه د شمالي وزيرستان د میرانشا په تاڼه کې درج شوې چې پکې 121، 123، 124 A، 504، 505،506 او لوډ سپيکر اېکټ مادې لګول شوي دي. د وکيلانو په وېنا دا مادې د بغاوت، رياست او رياستي ادارو د سپکاوي او په ضد يې د خلکو راپارولو په تور کې لګول کيږي.

د نوموړی پرضد په کراچۍ کې د مقدمو اورېدنې هم روانې دي او د کال 2020 د دسمبر په مقدمه کې چې نوموړی نيول شوی په دغه مقدمه کې د وکيلانو په خبره وروستۍ اورېدنې روانې دي او د ختمي دلايلو اورېدو دپاره پکې د اکتوبر شپږمه نېټه ورکړل شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG