لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سايفر په کېس کې د عمران خان عدالتي ریمانډ تر 13م ستمبر غځول شوی


د عمران خان وکیل سلمان صفدر مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي، د عمران خان وکیلان په ياده قضيه کې د هغه په ګرفتارۍ نه وو خبر
د عمران خان وکیل سلمان صفدر مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي، د عمران خان وکیلان په ياده قضيه کې د هغه په ګرفتارۍ نه وو خبر

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان د سايفر په مقدمه کې اورېدنه شوې او د هغه عدالتي ریمانډ تر 13م ستمبر پورې غځول شوی دی.

د افيشل سيکرټ اېکټ لاندې د ځانګړي عدالت اورېدنه جج ابوالحسنات نن په اټک جېل کې دننه کړې ده.

د رپوټونو ترمخه د اورېدنې په مهال د مرکزي تحقيقاتي ادارې اېف آی اې وکيل ذوالفقار نقوي او عمران خان وکیل سلمان صفدر هم موجود وو.

ويل شوي عدالت د اورېدنې وروسته د عمران خان عدالتي ريمانډ تر 13م ستمبر پورې غځولی دی.

د عمران خان وکیل سلمان صفدر مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي، د عمران خان وکیلان په ياده قضيه کې د هغه په ګرفتارۍ نه وو خبر.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه وکیل زياته کړې، سايفر يا بهرنۍ مراسله د عمران خان په وزيراعظمۍ کې کابينې ته وړاندې شوې خلاصه کړی شوې د ملي امنیت کمېټۍ په غونډه کې پرې بحث شوی او بيا ډي مارش کړی شوې وه. هغه ويلي ځکه عمران خان کوم جرم نه دی کړی.

هغه ويلي په ياده قضیه کې هم وکيلانو د ضمانت خواست ورکړی او عدالت ورته د دويم ستمبر نېټه ورکړې ده.

په ياده قضیه کې د تحریک انصاف ګوند مرستیال مشر شاه محمود قرېشي دوه اوونۍ وړاندې نيول شوی دی.

عمران خان چې تېر کال د اپرېل په مياشت کې د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی، هغه وخت یې تور لګولی وو چې "د هغه حکومت د امريکې په سازش" لرې کړی شوی وو.

امريکې، د پاکستان پوځ او د پاکستان موجوده حکومت د عمران خان دغه تور څو ځله رد کړی چې ګنې هغه د امریکې په سازش لرې کړی شوی وو.

عمران خان د سایفر د لارې د امریکايي سازش د لومړي بيان وروسته په يو بل بيان کې ويلي وو سازش په اصل کې د دلته [پاکستان] نه شوی وو.

د تېرې جولايۍ په میاشت کې د عمران خان د پخواني پرنسپل سيکرټري اعظم خان یو مبينه بيان په مطبوعاتو خپور شوی، هغه ويلي وو، "عمران خان د سیاسي ګټو دپاره د سايفر يا بهرنۍ مراسلې ډرامه جوړه کړې او د سايفر د لارې یې د قامي امنيتي ادارو او ولس ترمنځه د کرکې خورولوهڅه کړې ده".

پرون د اسلام اباد هايکورټ د توشه خانې په قضيه کې د عمران خان سزا معطل کړې او په ضمانت د خوشي کولو حکم یې کړی وو.

د عمران خان پرضد نورې مقدمې هم درج دي او د القادر ټرسټ او سايفر ترڅنګ یې پرضد د نهمې مقدمې هم روانې دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG