په ممنوعه فنډنګ مقدمه کې د مخکني وزيراعظم او پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان عبوري ضمانت تر 31 اکتوبر پورې غځول شوی دی.
په ياده مقدمه کې اورېدنه نن د ګل/ دوشنبې په ورځ [17 اکتوبر] د اسلام اباد د مرکزي سيشن جج عدالت کړې ده.
د راپورونو ترمخه عدالت د ګرفتارولو نه وړاندې ضمانت د يو لک روپو مچلکو په عوض منظور کړی دی.
د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې [اېف ايي اې] د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان او د هغه د ګوند د نورو مشرانو پرضد مقدمه درج کړې چې الېکشن کمېشن ته یې په مبینه توګه جعلي حلف نامه جمع کړې وه.
په دوېم اګست د پاکستان الېکشن کمېشن د تحریک انصاف [پي ټي ايي] ګوند د ممنوعه فنډونو په اړه فېصله اورولې او ویلي يې وو چې تحریک انصاف ګوند ممنوعه فنډونه ترلاسه کړي، او ګوند ته يې شوکاز نوټس ورکړی وو.
په فېصله کې ويل شوي وو چې پي ټي ايي د 34 بهر ملکيانو نه فنډونه ترلاسه کړي دي، اته اکاونټونه يې ښکاره کړي او 13 اکاونټونه يې پټ کړي دي، او په فېصله کې د ځینو ملکونو او کمپنيانو نومونه هم ښودل شوي چې پېسې ترې ترلاسه کړی شوي دي.
الېکشن کمېشن په خپله فېصله کې ويلي وو، د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دروغجن سرټيفيکېټ يا اسناد جمع کړي دي.
د پاکستان د ځايي ميډيا ترمخه اېف ايي اې د عمران خان او تحریک انصاف ګوند د نورو 11 مشرانو پرضد مقدمې د روانې مياشتې په پينځمه نېټه په کراچۍ او لاهور کې جوړې کړی شوي دي.