لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چارسدې يو عدالت د علي وزیر د ضمانت خواست رد کړی


علي وزیر د 2020م کال د دسمبر پر 16مه په پېښور کې نیول شوی وو او بیا له هغه ځایه کراچۍ ته لېږل شوی وو. په هغه تور دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسو کې یې "د ریاستي ادارو خلاف" خبرې کړې دي او "خلک یې "د پاکستان په ضد" پارولي دي، خو د هغه وکیل دا تورونه رد کړي دي
علي وزیر د 2020م کال د دسمبر پر 16مه په پېښور کې نیول شوی وو او بیا له هغه ځایه کراچۍ ته لېږل شوی وو. په هغه تور دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسو کې یې "د ریاستي ادارو خلاف" خبرې کړې دي او "خلک یې "د پاکستان په ضد" پارولي دي، خو د هغه وکیل دا تورونه رد کړي دي

د خېبرپښتونخوا د چارسدې ضلعې یو عدالت د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ علي وزير په ضمانت د خوشي کولو خواست رد کړی، د هغه وکیل شېر افضل مروت وایي عدالت د علي وزير د ضمانت په خواست پرون فېصله محفوظه کړې او نن يې واوروله.

له دې وړاندې په شمالي وزیرستان کې د ترهګرۍ د مقدمو د اورېدنو عدالت د علي وزير د ضمانت خواست رد کړی وو. خو بیا په هغه مقدمه کې په 14 نومبر د پېښور هايکورټ بنو رجسټرۍ ضمانت منظور کړی وو.

د پي ټي ایم فعال او د مرکزي کور کمېټۍ غړي صمد خان وي او اې ډيوه ته وویل عدالت نن د زیارت/ پنجشنبې په سهار د علي وزير د ضمانت خواست رد کړو.

هغه په دې پرېکړه د اندېښنې څرګندونه وکړه او وې ویل له دې وړاندې عدالتونو د هغه په دې ډول مقدمو کې ضمانتونه منظور کړي وو.

صمد خان وویل د دوی مباریزه ايیني ده او له دې وروسته به دغه خواست هایي کورټ ته يوسي.

علي وزیر د 2020م کال د دسمبر پر 16مه په پېښور کې نیول شوی وو او بیا له هغه ځایه کراچۍ ته لېږل شوی وو. په هغه تور دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسو کې یې "د ریاستي ادارو خلاف" خبرې کړې دي او "خلک یې "د پاکستان په ضد" پارولي دي، خو د هغه وکیل دا تورونه رد کړي دي.

په علي وزیر تراوسه پورې شپږ مقدمې شوي، په يوه مقدمه کې په کراچۍ کې بري شوی، په څلورو مقدمو کې ورته د کراچۍ او د بنو یو عدالت ضمانتونه ورکړي، اوس پرې دوه مقدمې په خېبرپښتونخوا کې روانې دي، يو د ډېره اسماعيل خان او یوه په چارسده کې ده.

په علي وزیر دا مقدمه کال 2020 د مارچ په میاشته کې وروسته له هغې درج شوې چې په چارسده ضلع کې پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتنین په ګډون د لسګونو کسانو پرضد جوړه کړل شوې چې پکې د یو شمېر کسانو ضمانتونه منظور شوي دي.

د دوی پرضد جوړې مقدمه کې ويل شوي جلسې ته په وينا کې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين، علي وزير، محسن داوړ او نورو وېناګانې کړې او د ریاست، رياستي ادارو او د پاکستان د پوځ پرضد يې د سپکاوي د شر نه ډکه او ناوړه ژبه کارولې وه.

خو صمد خان وایي د دوی دریځ واضحه دی د ناامنۍ پرخلاف خلک بېدارول او خپل اییني حقونه غوښتل دي.

د پاکستان پوځ او حکومت وخت په وخت د پي ټي اېم لخوا په ادارو لګول شوي تورونه رد کړي ځواب يې ورته ويلی او که څه هم د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور څو ځله دا خبره هم کړې چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي.

د پاکستان د پوځ پخواني مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په خپله هم ويلي وو چې دوی د هايبرډ جګړې سره مخامخ دي او د هېواد د زلمی کول يې بې لارې کول کيږي.

خو د پي ټي اېم مشرانو بيا د پاکستان د پوځ تورونه رد کړي چې د بهر هېوادونو څخه يې پېسې اخستې او د دغو تورونو ثبوت يې غوښتی وو.

پي ټي اېم وايي د پاکستان د ايين لاندې د خپلو حقونو دپاره پرامنه مبارزه کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG