د امريکا د اپيلونو عدالت په واشنګټن کې فيصله اورولې چې پکې ويل شوي پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته دا استثنا نشته چې د هغه خلاف د کال 2020 د انتخابونو د نتيجو بدلولو او په اقتدار کې د پاتې کېدلو په تورونو کې دې پرې مقدمه ونه شي.
د نشت په مقابل کې درېو ججانو د ټرمپ دعوه رد کړه چې خصوصي کونسل جيک سمېت د هغه خلاف د ټرمپ د اقتدار په اخري ورځو د اخستل شوو ګامونو په سر مقدمه نه شي کولی. د ټرمپ دريځ و چې د جو بايډن نه د بيلات په قضيه کې چې هغه کوم اقدامات کړي وو د ولسمشر په حيث د هغه په فرايض کې راتلل.
عدالت پرېکړه کړې چې “پخوانی ولسمشر ټرمپ اوس شهري ټرمپ دی او د نورو مجرمانو په شان خپله دفاع کولی شي. خو که کومه سرکاري استثنا هغه ته د ولسمشرۍ په حيثيت کې وه په دې مقدمه کې ورته نوره نه ده پاتې”.
سمېت په ټرمپ څلور تورونه لګولي چې هغه په دروغه د ووټونو د ټګۍ دعوه کړې وه چې د انتخابونو چارواکي، د عدالت محکمه او د هغه معاون ولسمشر مايک پېنس د فشار لاندې راولي او کانګرس د ووټونو د نتيجو منظوري ورنکړي په کومو کې چې ټرمپ بيللې وه.
ټرمپ وړومبی ولسمشر دی چې خلاف يې مجرمانه مقدمه جوړه شوې ده او هغه د دې نه انکار کړی چې د انتخابونو د نتيجو په بدلولو کې يې کوم غلط ګام پورته کړی. د انتخابونو د نتيجو د مقدمې ترڅنګ ټرمپ په درېو نورو مقدمو کې د 91 تورونو سره مخ دی.
د هغه خلاف د ځينې مقدمو کاروايي دې کال ممکن ده چې دا وخت هغه د کال 2024 په انتخابونو کې د ريپبلکن ګوند غوره اميدوار ګڼل کيږي او په نومبر کې د کېدونکو انتخابونو د وايټ هاوس په بيا ګټلو کې يو ځل بيا د بايډن مقابله کوي.
د ټرمپ د انتخابي کمپين وياند سټيون چيونګ ويلي د اپيليټ عدالت پرېکړه د رياست بنياد ته خطر پېښوي ځکه ولسمشر ته مکمله استثنا نه ورکول به په دا معنا شي چې د امريکا صدر به د دې جوګه نه وي خپل کار په سمه توګه وکړی شي.
د پرېکړې په حقله ټرمپ ويلي لا به فل اپيليټ عدالت ته او لا سپريم کورټ ته اپيل کوي. د عدالت فيصله نزدې يوه مياشت وروستو راغلې چې درېو ججانو د مقدمې دلايل اورېدلي او ټرمپ هم په عدالت کې حاضر و.
د وخت په اوږدو کې چې د ټرمپ د استثنا د دعوې او نورو قانوني مسلو فيصله به اورول کيږي، د امريکا ضلعي جج تانيه چوټکن تېره اوونۍ په مقدمه کې ايښودل شوې د مارچ څلورم نېټه د نامعلوم وخت د پاره وځنډوله.
چوټکن د ټرمپ د استثنا دعوه رد کړې وه چې هغه يې خلاف اپيليټ کورټ ته تلی و. دغې قاضڼې ويلي وو چې “د ولسمشر څوکۍ د ټول عمر د پاره دا ځانګړتيا نه ورکوي چې د جيل نه بهر پاتېکېدو فري پاس ورکړي”.
په اپيليټ عدالت کې درې ججان چې دا فيصله يې ورکړې جج فلورنس پين او مېشېل چايلډز ولسمشر بايډن لګولي وو او جج کيرن ليکرافټ هينډرسن د ريپبلکن پخواني ولسمشر جارج ډبليو بش لګولې وه.
Forum