وزيراعظم د سي پېک په اړه خبرې د پاکستان په سفر د چين مرستيال خارجه وزير سن ويډونګ سره په ليدنه کې کړي دي.
سن د يو اعلا پلاوي سره د پاکستان په سفر و او پاکستاني چارواکو سره يې په دوه اړخيزو اړيکو او د سي پېک په اړه تفصيلي خبرې وکړې
په کال2013 کي د 62 بيلين ډالرو د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ لاندي چين تر دې دمه په پاکستان کي 25 بيلين ډالره په بنيادي اډاڼه، سړکونو، او د بجلۍ په کارخانو لګولو مصرف کړي دي خو د پخواني واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف مخالفين او د مسلم ليګ (ن) مشران تور لګوي چې په تېر حکومت کي په دي مهمه پروژه کار ودرول شوی و خو تحريک انصاف دا تورونه ردوي٠
څيړونکي وايي د اقتصادي ستونزو سره مخامخ پاکستان دا وخت د چين نه زياته د سي پيک بحالولو ته اړتيا لري ٠
څېړنکار ساجد امين وي او ای ډيوه ته په دې اړه ويلي "د سي پيک پروژه بيا بحالول د چين نه زياته د پاکستان لپاره ضرورى ده٠ پاکستان ته دا وخت د بهرنۍ پانګونو ډير زيات ضرورت دی او د چين او ياکستان مشرانو په دې ملاقاتونو کې د انساني ترقۍ، انفارميشن ټکنالوجي او د کرکيلې څانګو ته پاملرنه شوې ده او پاکستان که د اقتصادي پرمختيا په لور تلل غواړي نو ورته به په دي څانګو کى پانګونې کول وى٠"
د چين د پانګو او سرمايه کارۍ تر ټولو لوی مرکز بلوچستان کي زياتيدونکې نا ارامي او په چيني کارکونکو وروستي بريدونه دي او دې په چين او پاکستان کي د سى پيک په اړه انديښنې ډېرې کړې دي٠
امريکا او غربى هيوادونه د سىي پيک لاندې درنې قرضې د وروسته پاتې هيوادونو لپاره يو جال ګرځوى خو چين او پاکستان دا تورونه ردوي او دا پروژه د دواړو هيوادوتو په ګټه بولي٠
ځيني څيړونکي ګڼي د امريکا او غربي هيوادونو په فشار د پى ټى ايي په حکومت کى کار په دمه شوی و خو اوس دا احساس دواړو خواو ته شوی چې دې هيوادونو سره د اړيکو خرابولو په ځای به پاکستان له منځنۍ لار خپلول وي٠
يو بل څېړونکی طاهر ډهنډسا وي او ای ډيوه ته وايي "زه ګڼم د سي پيک د بيا بحالولو ضروزت دی او د نګران وزيراعظم د بيان نه هم دا ښکاري چې دواړو هيوادونو کېدای شي دا پريکړه کړي وى٠ او دا هم کېدای شي پاکستان دې حوالې سره امريکا او غربى هيوادونه په باور کي اخستي وي. "
نوموړي وويل دبيلټ اينډ روډ غټې پروژې دلاندې خپل کاروبار په ځانګړي توګه ايشيايي هيوادونو او افريکې پورې خؤرول غواړي او دا چې دواړو هيوادونو سره د سي پيک بحالولو پرته بله څه لار نشته٠تيرو ورځو کي په چين کي د پاکستان سفير معين الحق ويلي وو چين او پاکستان دريم فريق ته په سي پيک کي په ګډون کولو سلا شوي وو.
Forum