لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څیړونکي وايي د سيپیک منصوبه د ځنډ او د پېسو د کمي ښکار ده


CPEC
CPEC

د اقتصادي او دفاعي چارو کارپوهان انديښنې څرګندوي چې د چين او پاکستان ترمنځ د سيپيک منصوبه په څو اړخه د مشکلاتو سره مخ ده او د منصوبې اصلي اعلان شوی بجټ د نيمې نه هم زيات راکم کړل شوی دی.

د امريکا د جرمن مارشل فن‌‌‌‌‌‌ډ ادارې لخوا راجوړ شوي ويبېنار ته د بېلټ اين‌‌‌‌‌‌ډ رو‌‌‌‌‌‌ډ اينيشيټيو (بي ار اي)په اړه بحث ته ګ‌‌‌‌‌‌ډون وال اين‌‌‌‌‌‌ډريو سمال وويل د سيپيک منصوبه نه يواځې د ځن‌‌‌‌‌‌ډ ښکار شوې او سرمايه کاري يې راکمه شوې بلکې د امريکه او چين د تعلقاتو د خرابېدو په سوب د ‌‌‌‌‌‌ډېرو خن‌‌‌‌‌‌ډانو سره مخ شوې.

اين‌‌‌‌‌‌ډريو سمال څوک چې د جرمن مارشل فن‌‌‌‌‌‌ډ سينير فېلو دی وايي “نه يواځې دا چې د 62 بيلين ‌‌‌‌‌‌ډالرو دا منصوبه 25 ارب ‌‌‌‌‌‌ډالر سرمايه کارۍ ته راکمه شوې بلکې د اقتصادي، سياسي او سټرټيجېک ستونزو سره مخ ده”.

ښاغلی سمال وايي د سيپيک غټې منصوبې پرېښودلې شوي دي او څه داسې وړې منصوبې شته چې د پاکستان حکومت به يې خلکو ته ځلوي راځلوي خو وايي د يو جينايي چارواکي په وينا د سيپيک ميګا پراجېکټس په پينټس پراجېکټس بدلې شوي يعنې د ‌‌‌‌‌‌ډېر څه نه په نه څه لګېدلې دي.

څېړونکي وايي د سيپيک منصوبه په شروع کې د امريکا د مخالفت سره مخ نه وه ځکه امريکا هم په پاکستان او افغانستان کې اقتصادي پرمختياوې غوښتلې خو د بي ار اي د غزېدو منصوبې په سيمه کې نورې انديښنې پيدا کړې ځکه چې د سيپيک ټولې منصوبې په راز کې ساتل کيږي.

د څېړونکو په وينا چين کوښښ وکړو چې هندوستان هم د منصوبې برخه شي خو د ګلګت بلتستان د واک او دعوو شخړې هند دې ته ونه هڅوو او په ظاهره په دې لړ کې د امريکا پلوي پاتې شو.

د چين او پاکستان ترمنځ د سيپيک منصوبه په کال 2015م کې پيل شوه خو په 2017م کې په ‌‌‌‌‌‌ډېرو منصوبو کار لا خو ودرېدو او لا ورو شو چې د څېړونکو په ويناغټه وجه يې د وزير اعظم نواز شريف د اقتدار نه لرې کول او د عمران خان د حکومت جوړېدل وو چې د اول نه يې د سيپيک په ‌‌‌‌‌‌ډېرو منصوبو اعتراضونه لرل.

د اين‌‌‌‌‌‌ډريو سمال د سيپيک د منصوبې په اړه انديښنو ته په ځواب کې د ويبېنار يوې بلې ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالې رابعه اختر وويل منصوبه د څن‌‌‌‌‌‌ډ ښکار نه ده بلکې د نوي حکومت سره دې ته بيا کتنه کيږي بيا يې جاج اخستل کيږي او بيا سر ته د رسولو ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکول کيږي چې ظاهره ده وخت نيسي.

رابعه اختر څوک چې د سيکيوريټي، سټريټيجي اين‌‌‌‌‌‌ډ ريسرچ سنټر لاهور ‌‌‌‌‌‌مشره ده د ارمي د پخواني جنرل عاصم باجوه د سيپيک منصوبې د مشرۍ کولو دفاع وکړه او ويې ويل هغه اوس ريټاېر‌‌‌‌‌‌ډ دی او يو سېويلين دی.

رابعه اختر وايي د سيپيک چارې د پوځ نه بغير ګرانې دي ځکه چې هندوستان د منصوبې د ناکامه کولو د پاره په بلوچستان کې ترهګري کوي د چرته نه چې د منصوبې بنياد کېښول شوی او هغه د ګوادر سمندري بندر دی.

د بحث يو بل ګ‌‌‌‌‌‌ډونوال جناتن هېلمن په خپله وينا کې ووې پاکستان د ګوادر بندر د امريکا پخواني صدر رچ‌‌‌‌ر‌‌‌‌‌‌ډ نکسن ته هم وړاندې کړی و خو هغه دا وړانديز ځکه نه و منلی چې امريکا فکر کولو دا به د سيمې هېوادونه خفه کړي.

ښاغلي هېلمن وويل “هم هغه وشوه او نن هغه څه روان دي د څه چې ويره کېدله”.

Recommended

XS
SM
MD
LG