لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انډر-19 نړيوال کپ : ويسټ انډيز پاکستان ته په 16 رنز ماتې ورکړې ده


CRICKET-INDIA
CRICKET-INDIA
ويسټ انډيز پاکستان ته د ائي سي سي انډر نائنټين ورلډ کپ په سپر ليگ پلى اف ميچ کې په 16 رنز ماتې ورکړې ده.
پاکستان دټاس گټلو وروستو ويسټ انډيز ته دبيټنگ کولو بلنه ورکړه او پخپله يې دفيلډنگ کولو فيصله وکړه.
دپاکستان له لوري مير حمزه په لمړو اورونو کې دسنيل ايمبرس(١)، جان کيمبل(١٣) او انو تهيني ايلين(١) په اوټ کولو سره ويسټ انډيز په سخته کې واچولو.
دويسټ انډيز ټول ټيم په يوکم پنځوسم اوور کې په 182رنز اوټ شو.
دپاکستان لپاره 183 رنز زيات سخت هدف نۀ ؤ خو دويسټ انډيز باؤلرانو په پيل کې دوکټو په ترلاسه کولو سره په پاکستان فشار واچولو.
کپتان بابرعظيم اوعمر وحيد په ترتيب سره 38 او 31 رنز جوړ کړل او محمد نواز او قادر پاکستان دپينځوؤ وکټو په تاوان تر 133 رنز پورې ورسولو.
خو وروستو راتلونکو بيټسمينانو دهدف په ترلاسه کولو کې ناکامه پاتې شول او ټول ټيم په 48.3 اوورز کې په 166 رنز اوټ شو.
پاکستان به اوس دجمعې په ورځ داووم مقام لپاره دبنگله ديش سره مخ کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG